تاند- د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې د هیواد ملي اردو به په انتخاباتي او سیاسي مسایلوکې بې پرې وي.

دفاع وزیر بسم الله محمدي، چې نن یې د ملي اردو د څه باندې دوه زره افسرانو او سرتیرو دفراغت په مراسمو کې خبرې کولې، وویل، د ملي اردو ځواکونه به هیڅلکه د افغان سیاستوالو تر تاثیر لاندې رانشي.

ښاغلي محمدي وویل:«په سیاسي مسایلو کې ستاسو اردو بې طرفه ده، په انتخاباتي مسایلوکې بې طرفه وه، او تل مو ټینګار کړی چې اردو په سیاست کې داخله نشي، د افغانستان ملي اردو همدارنګه د افغانستان د ملي نوامیسو ساتونکې پاتې کیږي.”

دفاع وزیر همدارنګه د جمهوري  ریاست له دواړو کاندیدانو څخه وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کېدای شي یوې سیاسي موافقې ته ورسیږي او په هیواد کې د بې ثباتۍ وضعیت پای ته ورسوي.

دا په داسي حال کې ده چې د بلخ والي ویلي چې که د انتخاباتو نتیجې د دوی په خوښه برابرې نه وې، پلویان به یې دولتي ودانۍ ونیسي او د اعتراضونو لپاره به سړکونو ته راووځي.

په همدې حال کې د اصلاحالتو او همپالنې ټیم یوه ویاند فضل الرحمن اوریا نن ازادي راډیو ته وویل چې د اشرف غني احمدزي د دوام او بدلون د ټیم له ګډونه پرته به حکومت جوړ کړي.

ده وویل، که د دوام او بدلون ټیم ورسره یوځای نه شو ، منزوي به شي.

له بلې خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن وویل چې سبا به د انتخاباتو تخنیکي بهیر پای ته ورسیږي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور په کابل کې خبریالانوته وویل، تراوسه د ۸۵ فیصده  چک لستونو او د نتیجو جدولونو په هکله نهایي

ښاغلي نور همدارنګه وویل سبا درایو د باطلولو وروستۍ غونډه ده او وروسته ټولې رایې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته لیږل کیږي.

2 thoughts on “دفاع وزیروايي، ملي اردو به په انتخاباتي مسایلو کې بې پرې وي”
  1. دا د ډاکتر عبدالله لنډه غرو ته شین چراغ دی. یعنې چې هر څه یې کول دوی به ورته ګوري او څه به نه ورته وايي

  2. ملی اردو باید د ملی تاسیساتو څخه دفاغ وکړي دا نه چه څوک یرغل وکړي او دوی دی ورته ګوري

ځواب ورکول شمس الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *