په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او نازکخیاله شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي.

ارواښاد پسرلي په خپل ۸۵ کلن ژوند کې د یوه نوښتګر، مفکر او نازکخیاله شاعر په توګه ګڼ منظوم او منثور اثار لیکلي او د ټولنې دردونه، ناخوالې او د سترګو لیدلې پېښې یې په منظوم ډول انعکاس کړي دي.

د افغانستان ملي اېتلاف د نوموړي مړینه پښتو ادب ته یوه نه جبرانېدونکې ضایع بولي. همدارنګه په دې ستر غم کې د استاد پسرلي له کورنۍ، د هېواد له فرهنګي کول، شاعرانو او د استاد پسرلي له لارویانو سره ځان شریک بولي، باوري یو چې د استاد پسرلي لاره به تر ابده ځلانده وي. ارواښاد ته د جنت فرودس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د افغانستان ملي اېتلاف

2 thoughts on “د افغانستان د ملي اېتلاف اطلاعیه”
  1. ولی د دری ژبی لیکوالانو مړینه افغانستان ته یوه نه جبرانیدونکی تشه وی خو د پښتو ژبی شاعرانو مړینه بیا یوازی د پښتو ادب لپاره تشه بلل کیږی. دلته زما مطلب یوازی د دی اعلامیی نه دی. ما په کراتو داسی اعلامیی لیدلی دی چی په مشابه ادبیاتو لیکل شوی دی.

ځواب ورکول عزیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *