په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او نازکخیاله شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي.
ارواښاد پسرلي په خپل ۸۵ کلن ژوند کې د یوه نوښتګر، مفکر او نازکخیاله شاعر په توګه ګڼ منظوم او منثور اثار لیکلي او د ټولنې دردونه، ناخوالې او د سترګو لیدلې پېښې یې په منظوم ډول انعکاس کړي دي.
د افغانستان ملي اېتلاف د نوموړي مړینه پښتو ادب ته یوه نه جبرانېدونکې ضایع بولي. همدارنګه په دې ستر غم کې د استاد پسرلي له کورنۍ، د هېواد له فرهنګي کول، شاعرانو او د استاد پسرلي له لارویانو سره ځان شریک بولي، باوري یو چې د استاد پسرلي لاره به تر ابده ځلانده وي. ارواښاد ته د جنت فرودس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
د افغانستان ملي اېتلاف
ولی د دری ژبی لیکوالانو مړینه افغانستان ته یوه نه جبرانیدونکی تشه وی خو د پښتو ژبی شاعرانو مړینه بیا یوازی د پښتو ادب لپاره تشه بلل کیږی. دلته زما مطلب یوازی د دی اعلامیی نه دی. ما په کراتو داسی اعلامیی لیدلی دی چی په مشابه ادبیاتو لیکل شوی دی.
دا هم د ملي ائيتلاف يوه چاپلوسي وه