تاند- په داسي حال کې چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مشران د رایو د تفتیش په وروستیو پړاوونو کې له دې بهیره د وتلو پټکه کوي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د نهايي پایلو اعلان ته ډېر لنډ وخت پاتې دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن /سې شنبه/ حبریالانو ته وویل، د دوهم پړاو انتخاباتو تر اویا فیصده زیاتې رایې تفتیش شوي او یوازې د هغو شپږ زره صندوقونو د رایو تفتیش روان دی چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو په خوښه د ځانګړي تفتیش لپاره بېلې شوې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د تفتیش شویو رایو د باطلولو بهیر د کورنیو او بهرنیو څارونکو او رسنیو په وړاندې په علني ډول پیل کړ چې په نتیجه کې یې ۷۲ رایبکسونه باطل شول.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی ښاغلي نور وویل چې د نهايي شویو چک لیستونو د منلو یا باطلولو د څرنګوالي په اړه به سبا پرېکړه وشي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم دوو مشرانو فاضل سانچارکي او فضل احمد معنوي نن وویل چې د رایو د باطلولو په برخه کې د دوی غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوي او که تر سبا سهاره ونه منل شوې دوی به د انتخاباتو روان بهیر بایکاټ کړي او د انتخاباتو نتیجه به ونه مني.
د رایو د باطلولو پروسه د هغې کړنلارې له مخې پرمخ بېول کېږي چې د عبدالله عبدالله د ټیم په غوښتنه د ملګروملتو له لوري چمتو شوې ده.
سلامونه ټولو یارانو ته ما ویل چی دا دی انتخاباتو نه یی د کشمیر مثله چوړه کړه په ټوله نړی کی مو ریکارډ ټینګ کړ ملت مو درپه دره کړ ستاسو سره خوغم نشته غم ټول د غریب په سر دی خدای ج ته وګوری ډاکټرصاحبانونور بس کړی لږ دی ملت له غمه نه خان خبر کړی .
allah de taso ta hidayat okri allah mo pa stargo randa ka de afghanistan halato ta ogorae de badbakhta wraze ta ogorae che afghanan warsara makhamakh de ao de taso nakhro ta ogora allah de darta hedayat wakri
داسی معلومیږی چه عبدالله څان نه فرعون جوړ کړی خوکه ملت درته په څټ شو هغه ډول نخری به درباندی جوړی کړی چه بیا به هیڅ وخت درنه نه هریږی ملت څه غواړی او کوم حالت کی ده او تاسو بد ماشان څه غواړی حیران دیته یم چه عدالت چیرته پټ ده قضا چیرته پټه ده ولی دملی منافعو ضد جنایت کاران نه نیول کیږی او نه محکومیږی ولی ولی ږلی؟
الله دې نخره بازو ته هدایت وکړي خو که په هدايت نه سميږي خدای دې د خپل قهر سره مخ کړي