تاند- په داسي حال کې چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مشران د رایو د تفتیش په وروستیو پړاوونو کې له دې بهیره د وتلو پټکه کوي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د نهايي پایلو اعلان ته ډېر لنډ وخت پاتې دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن /سې شنبه/ حبریالانو ته وویل، د دوهم پړاو انتخاباتو تر اویا فیصده زیاتې رایې تفتیش شوي او یوازې د هغو شپږ زره صندوقونو د رایو تفتیش روان دی چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو په خوښه د ځانګړي تفتیش لپاره بېلې شوې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د تفتیش شویو رایو د باطلولو بهیر د کورنیو او بهرنیو څارونکو او رسنیو په وړاندې په علني ډول پیل کړ چې په نتیجه کې یې ۷۲ رایبکسونه باطل شول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی ښاغلي نور وویل چې د نهايي شویو چک لیستونو د منلو یا باطلولو د څرنګوالي په اړه به سبا پرېکړه وشي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم دوو مشرانو فاضل سانچارکي او فضل احمد معنوي نن وویل چې د رایو د باطلولو په برخه کې د دوی غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوي او که تر سبا سهاره ونه منل شوې دوی به د انتخاباتو روان بهیر بایکاټ کړي او د انتخاباتو نتیجه به ونه مني.

د رایو د باطلولو پروسه د هغې کړنلارې له مخې پرمخ بېول کېږي چې د عبدالله عبدالله د ټیم په غوښتنه د ملګروملتو له لوري چمتو شوې ده.

0 thoughts on “د انتخاباتو کمیسیون وايي، د انتخاباتو نهايي نتیجه به ژر اعلان شي”
  1. سلامونه ټولو یارانو ته ما ویل چی دا دی انتخاباتو نه یی د کشمیر مثله چوړه کړه په ټوله نړی کی مو ریکارډ ټینګ کړ ملت مو درپه دره کړ ستاسو سره خوغم نشته غم ټول د غریب په سر دی خدای ج ته وګوری ډاکټرصاحبانونور بس کړی لږ دی ملت له غمه نه خان خبر کړی .

  2. allah de taso ta hidayat okri allah mo pa stargo randa ka de afghanistan halato ta ogorae de badbakhta wraze ta ogorae che afghanan warsara makhamakh de ao de taso nakhro ta ogora allah de darta hedayat wakri

  3. داسی معلومیږی چه عبدالله څان نه فرعون جوړ کړی خوکه ملت درته په څټ شو هغه ډول نخری به درباندی جوړی کړی چه بیا به هیڅ وخت درنه نه هریږی ملت څه غواړی او کوم حالت کی ده او تاسو بد ماشان څه غواړی حیران دیته یم چه عدالت چیرته پټ ده قضا چیرته پټه ده ولی دملی منافعو ضد جنایت کاران نه نیول کیږی او نه محکومیږی ولی ولی ږلی؟

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *