تاند- د داعش د ترهګرې ډلې د خبرداري له کبله په ننګرهار کې په لسګونو ښوونځي بند شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رييس او د ولایتي شورا غړیو تایید کړه چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اکثره ښوونځي تړل شوي دي.
راپورونه وايي چې د جلال اباد یوازې د نجونو ښوونځي بند شوي دي خو په مجموع کې ۸۰ ښوونځي تړل شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې ریيس حسیب شینواري وویل چې ښوونځي له خپرو شویو خبرداریو وروسته تړل شوي دي.
داعش د یکشنبې په ورځ په خپرو کړو خبرپاڼو کې ویلي و چې د امریکايي پوځیانو د هوايي حملو په وجه د ملکیانو او په تېره بیا د ماشومانو د غچ اخیستلو لپاره له دې وروسته د نجونو پر ښوونځیو انتحاري او انفجاري بریدونه کوي.
د ننګرهار ښوونځي په داسې وخت کې تړل شوي چې د زده کوونکو د تعلیمي کال وروستۍ ازموینه لا پاتې ده.
د ننګرهار د پوهنې رييس وايي چې د کال د پای ازموینه به وروسته واخیستل شي.
خو د زده کړو په بهیر کې ځنډ او خنډ د زده کړو پر سویې خورا منفي اغېز کوي.
په تړل شویو ښوونځیو کې، چې اکثره د نجونو دي، یو نیم لک نجونې له زده کړو پاتې شوي دي.
په جلال اباد ښار کې هم د نجونو ښوونځي بند دي او شاوخوا ته یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
نن /سې شنبه/ د ننګرهار د غني خېل ولسوالي د نجونو په یوه ښوونځي کې چاودنه وشوه خو مرګ ژوبله یې پېښه نه کړه.
تر دې دوې ورځې وړاندې د بهسود ولسوالي د نجونو په یوه ښوونځي کې چاودنه د دوو تنو د ټپي کېدو سبب شوه.
له دې جلا طالبانو د پکتیا ولایت د احمد ابا او سید کرم ۲۲ ښوونځي بند کړي دي.
طالبانو تېره میاشت د لوګر یو شمېر ښوونځي د څو اوونیو لپاره بند کړي وو.
ټالیب او داعش « دولت اسلامي عراق و شام – د.ا.ع.ش » د یوې سکې دوه کرغېړن مخونه دی. د دواړو مور او پلار یودي. دواړه دنده لري چې اسلامي نړۍ ورانه او د اسلامي امت د نفوسو د ډېرېدو مخه ونیسي. هره ورځ په سلګونو کسان ووژني. دواړه د علم ، تمدن او انسانیت اصلي دښمنان دي.
شام د سورې د هېواد یو نیم زرکلن پخوانی نوم دی ، خو زاړه پالي هغه بیا راژوندی کوي.
کاشکی دا د انسانیت دښمنانو او د نړیوال امپریالیزم مزدورانو یعنی داعشیانو د شام همهغه تاریخی ښکلی نوم را ژوندی کړی وای برعکس د شام ویاړلی تاریخ ئې د خاورو سره برابر کړ