An Afghan school girl sings a prayer in celebration and for blessing during a ground breaking ceremony in the village of Dar Bhabba in the Nangahar province May 15. The school that will be built here is funded by the Jalalabad Provincial Reconstruction Team.

تاند- د داعش د ترهګرې ډلې د خبرداري له کبله په ننګرهار کې په لسګونو ښوونځي بند شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې رييس او د ولایتي شورا غړیو تایید کړه چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اکثره ښوونځي تړل شوي دي.

راپورونه وايي چې د جلال اباد یوازې د نجونو ښوونځي بند شوي دي خو په مجموع کې ۸۰ ښوونځي تړل شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریيس حسیب شینواري وویل چې ښوونځي له خپرو شویو خبرداریو وروسته تړل شوي دي.

داعش د یکشنبې په ورځ په خپرو کړو خبرپاڼو کې ویلي و چې د امریکايي پوځیانو د هوايي حملو په وجه د ملکیانو او په تېره بیا د ماشومانو د غچ اخیستلو لپاره له دې وروسته د نجونو پر ښوونځیو انتحاري او انفجاري بریدونه کوي.

د ننګرهار ښوونځي په داسې وخت کې تړل شوي چې د زده کوونکو د تعلیمي کال وروستۍ ازموینه لا پاتې ده.

د ننګرهار د پوهنې رييس وايي چې د کال د پای ازموینه به وروسته واخیستل شي.

خو د زده کړو په بهیر کې ځنډ او خنډ د زده کړو پر سویې خورا منفي اغېز کوي.

په تړل شویو ښوونځیو کې، چې اکثره د نجونو دي، یو نیم لک نجونې له زده کړو پاتې شوي دي.

په جلال اباد ښار کې هم د نجونو ښوونځي بند دي او شاوخوا ته یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

نن /سې شنبه/ د ننګرهار د غني خېل ولسوالي د نجونو په یوه ښوونځي کې چاودنه وشوه خو مرګ ژوبله یې پېښه نه کړه.

تر دې دوې ورځې وړاندې د بهسود ولسوالي د نجونو په یوه ښوونځي کې چاودنه د دوو تنو د ټپي کېدو سبب شوه.

له دې جلا طالبانو د پکتیا ولایت د احمد ابا او سید کرم ۲۲ ښوونځي بند کړي دي.

طالبانو تېره میاشت د لوګر یو شمېر ښوونځي د څو اوونیو لپاره بند کړي وو.

2 thoughts on “د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې اکثره ښوونځي تړل شوي”
  1. ټالیب او داعش « دولت اسلامي عراق و شام – د.ا.ع.ش » د یوې سکې دوه کرغېړن مخونه دی. د دواړو مور او پلار یودي. دواړه دنده لري چې اسلامي نړۍ ورانه او د اسلامي امت د نفوسو د ډېرېدو مخه ونیسي. هره ورځ په سلګونو کسان ووژني. دواړه د علم ، تمدن او انسانیت اصلي دښمنان دي.
    شام د سورې د هېواد یو نیم زرکلن پخوانی نوم دی ، خو زاړه پالي هغه بیا راژوندی کوي.

  2. کاشکی دا د انسانیت دښمنانو او د نړیوال امپریالیزم مزدورانو یعنی داعشیانو د شام همهغه تاریخی ښکلی نوم را ژوندی کړی وای برعکس د شام ویاړلی تاریخ ئې د خاورو سره برابر کړ

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *