تاند- د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان نن (یکشنبه) د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

سعودي پاچا ولسمشر غني ته د هرکلي ویلو په ترڅ کې افغانستان ته د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د بېرته اخیستو مبارکي وویله.

سعودي پاچا وویل، هیواد یې ټول تروریستي بریدونه چې افغانان په کې وژل کېږي، په کلکه غندي او سعودي عربستان د ترهګرۍ د ریښو په وچولو او تروریستي ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

ده زیاته کړه«زه د افغانستان وضعیت له نژدې څارم او د افغانستان د دولت په رهبري د سولې د پروسې ملاتړ کوو.»

ملک سلمان په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو او د جګړې د ژر تر ژره ختمېدو هیله وکړه.

 ده وویل، سعودي عربستان د سیمې د ثبات، امنیت او ودې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او همکاریو د زیاتوالي هیله لري او باور لري چې دا دواړه مسلمان هیوادونه باید په ګډه کار وکړي او سعودي عربستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ولسمشر غني ترهګري او افراطیت د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره لوی خطر وباله او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یې د ټولو هیوادونو په ګډ کار او مبارزې ټينګار وکړ.

ښاغلي غني د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په لا پراختیا، د سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، په افغانستان کې د پانګونې او په سعودي عربستان کې افغانانو ته د کاري زمینو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګټور وباله.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ د عمرې او له سعودي چارواکو سره د رسمي کتنو لپاره جدې ته ورسېد، تېره شپه مکې ته لاړ او د عمرې له ادا کولو وروسته یې نن له بېلابېلو سعودي چارواکو، د اسلامي همکارۍ سازمان له سرمنشي او د اسلامي پراختیا بانک له ريیس سره پر اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې وکړې.

3 thoughts on “د سعودي پاچا وايي، د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان ملګری دی”
  1. د ولسمشر عمره دې قبوله شي…، خو هههههه د سعود آل شیطان نړۍ کې د ترور مور ده، افغانستان کې دوه لوین زاړه ښامارن بچیان یې غلام رسول سیاف بن لادن او ګلبدین بن حسین احمد دي او نوي لړمان یې وحشي ځناور طالبان دي

  2. وحشي ځناور پښتون خو د چلتاري زناکار عرب طبیعي فطري غلام دی ههههه، ده ته هر وحشي چلتاری پیغمبر ښکاري ههههههه

  3. عربان هغه خلک دي چی تل یې زمونږ وطن وران کړی
    همدا عربان او خاطتا عربستان د پاکستان سره لاس یو کړی او تل موږ زوروی و وژنی مو
    عربستان دی بی له مکی او مدینی په اور وسوځي

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *