دا خبر بیا بیا تازه شوی||
تاند- په افغانستان کې د طالبانو د نن ورځې په تروریستي بریدونو کې ټولټال ۷۴ تنه وژل شوي دي.
تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې واوښته.
د وروستیو معلوماتو له مخې د پکتیا په حملو کې چې امنیه قومانداني، د پولیسو روزنیز مرکز، د پاسپورت دفتر او د نجونو لیلیه پکې په نخښه شول، لږترلږه ۴۱ تنه شهیدان شوي او نژدې ۱۶۰ نور ژوبل دي. اکثره ټپیان د پوهنتون د ۱۵ تجونو محصلانو په شمول ملکي وګړي دي.
په وژل شویو کې د پکتیا د امنیه قوماندان توریالی ابدیاني په ګډون ۲۱ پولیس او ۲۰ نور ملکیان دي.
په ټپیانو کې ۱۱۰ ملکیان او ۴۸ پولیس دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې بریدونو کې ۵ تروریستان هم له منځه تللي دي.(تفصیل)
سختدریځو ترهګرو د غزني پر اندړ ولسوالي هم برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۵ پولیس او ۵ ملکیان شهیدان شوي او ۱۵ ژوبل دي. خو طالبان وايي چې دوی ۳۱ پولیس وژلي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي دي. (تفصیل)
په فراه ولایت کې هم طالبانو لږترلږه ۳ پولیس په شیبکوه ولسوالي کې وژلي دي.
د ګردېز حملې، چې د سهار په ۹ بجې او ۴۰ دقیقې پیل شوې وه، د ماسپښین تر ۱ بجې او ۴۵ دقیقو پورې یې دوام وکړ.
نور وینی تویدل نه غوارو
دا وحشت دی او که انسانیت
دولت دی باید داسی حالت ته دیره توجه وکری
ډېرخواشینوونکی خبر دی. الله تعالی ج د دوطن ساتونکو او بیګناه شهیدانو ته د فردوس جنت نصیب کړی. ټپیانو ته د خدای پاک عاجله شفا ورکړی، د شهیدانو خپلوانو ته جمیل صبر غواړو، د وطن دښمنانو ، ټالیبانو ، داعشیانو ، د پنجاب مزدورانو ته دې الله ج تر ټولو سخته سزا ورکړي ، د هغوی تحریک کوونکو او رهبرانو نه نفرت کوو ، پردوی د لعنت وي.
هيله ده د افغانستان دولت لږ راويښ شي. د خپل پرسونل او ولس ساتنه د هغوی اساسي دنده ده ، ستاسو غفلت او بې پروایی ستاسو او ستاسو د حامیانو د مرګ سبب ګرځي.
داهم د پاکستان « صداقت او رښتینولي » د افغانستان د سولې او د لعنتی ټالیبانو په باب په اثبات رسوي.
Time will come there will be no more Taliban left, they wilt all be gone, yes.