دا خبر بیا بیا تازه شوی||

تاند- په افغانستان کې د طالبانو د نن ورځې په تروریستي بریدونو کې ټولټال ۷۴ تنه وژل شوي دي.

تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې واوښته.

د وروستیو معلوماتو له مخې د پکتیا په حملو کې چې امنیه قومانداني، د پولیسو روزنیز مرکز، د پاسپورت دفتر او د نجونو لیلیه پکې په نخښه شول، لږترلږه ۴۱ تنه شهیدان شوي او نژدې ۱۶۰ نور ژوبل دي. اکثره ټپیان د پوهنتون د ۱۵ تجونو محصلانو په شمول ملکي وګړي دي.

په وژل شویو کې د پکتیا د امنیه قوماندان توریالی ابدیاني په ګډون ۲۱ پولیس او ۲۰ نور ملکیان دي.

په ټپیانو کې ۱۱۰ ملکیان او  ۴۸ پولیس دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې بریدونو کې ۵ تروریستان هم له منځه تللي دي.(تفصیل)

سختدریځو ترهګرو د غزني پر اندړ ولسوالي هم برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۵ پولیس او ۵ ملکیان شهیدان شوي او ۱۵ ژوبل دي. خو طالبان وايي چې دوی ۳۱ پولیس وژلي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي دي. (تفصیل)

په فراه ولایت کې هم طالبانو لږترلږه ۳ پولیس په شیبکوه ولسوالي کې وژلي دي.

د ګردېز حملې، چې د سهار په ۹ بجې او ۴۰ دقیقې پیل شوې وه، د ماسپښین تر ۱ بجې او ۴۵ دقیقو پورې یې دوام وکړ.

4 thoughts on “طالبانو په یوه ورځ تر ۷۰ زیات افغانان ووژل”
  1. ډېرخواشینوونکی خبر دی. الله تعالی ج د دوطن ساتونکو او بیګناه شهیدانو ته د فردوس جنت نصیب کړی. ټپیانو ته د خدای پاک عاجله شفا ورکړی، د شهیدانو خپلوانو ته جمیل صبر غواړو، د وطن دښمنانو ، ټالیبانو ، داعشیانو ، د پنجاب مزدورانو ته دې الله ج تر ټولو سخته سزا ورکړي ، د هغوی تحریک کوونکو او رهبرانو نه نفرت کوو ، پردوی د لعنت وي.
    هيله ده د افغانستان دولت لږ راويښ شي. د خپل پرسونل او ولس ساتنه د هغوی اساسي دنده ده ، ستاسو غفلت او بې پروایی ستاسو او ستاسو د حامیانو د مرګ سبب ګرځي.
    داهم د پاکستان « صداقت او رښتینولي » د افغانستان د سولې او د لعنتی ټالیبانو په باب په اثبات رسوي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *