تاند- د فراه ولایتي چارواکي پر امنیتي ادارو او مرکزي حکومت نیوکه کوي چې په فراه ولایت کې د ایران د ښکاره لاسوهنو په وړاندې پټه خوله دي.
د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور نن /پنجشنبه/ وویل، د فراه کشفي اورګانونو ته ثابته شوې چې ایران په دې ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.
ده وویل چې دا اورګانونه له دې سره سره په دې اړه اقدام نه کوي.
د فراه د ولایتي شورا ريیس دا خبره په داسې حال کې وکړه چې ایراني رسنیو نن وویل، په فراه کې د افغانستان د ملي اردو ۶ کومانډو ځواکونه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
تر دې پخوا هم د فراه د پخواني والي په شمول ګڼو چارواکو په فراه کې د ایران د مداخلې ادعاوې کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کې د ایران د ورانکارو اقداماتو هدف دا دی چې د ټاپي پروژه عملي نه شي.
ایران هڅه کوي چې پاکستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو پر ځای د ایران ګاز واخلي.
بیا یی ایرانی مړونه (باداران) خفه کیږی
بی شرمه حکومت او چارواکی
خپلی ښځی هم دایران په خدمت ته ورولی
دا بیغیرته
د ایران هدف مشخص دی چې نه غواړي د افغانستان له لارې د ټاپي نړیواله پروژه عملي شي. اما مونږ باید خپل مال او ملک وساتو ، ګاونډی به غل نه نیسو.
د افغانستان دولت ته لازمه ده چې په سيمه کې امنیتي تدابیر زیات کړي. د دښمن د اکمالاتو لارې وڅاري او مخه یې ونیسي.
تخریبونکي او مضر عناصر تر تعقیب لاندې ونیول شي او هغوي ته داسې ضربه ورکړي چې بیا هېڅکله سر جګ نه کړي.