تاند- د فراه ولایتي چارواکي پر امنیتي ادارو او مرکزي حکومت نیوکه کوي چې په فراه ولایت کې د ایران د ښکاره لاسوهنو په وړاندې پټه خوله دي.

د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور نن /پنجشنبه/ وویل، د فراه کشفي اورګانونو ته ثابته شوې چې ایران په دې ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.

ده وویل چې دا اورګانونه له دې سره سره په دې اړه اقدام نه کوي.

د فراه د ولایتي شورا ريیس دا خبره په داسې حال کې وکړه چې ایراني رسنیو نن وویل، په فراه کې د افغانستان د ملي اردو ۶ کومانډو ځواکونه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

تر دې پخوا هم د فراه د پخواني والي په شمول ګڼو چارواکو په فراه کې د ایران د مداخلې ادعاوې کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کې د ایران د ورانکارو اقداماتو هدف دا دی چې د ټاپي پروژه عملي نه شي.

ایران هڅه کوي چې پاکستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو پر ځای د ایران ګاز واخلي.

2 thoughts on “د فراه د ولایتي شورا ريیس وايي، ایران په فراه کې د ورانکاریو ملاتړ کوي”
  1. بیا یی ایرانی مړونه (باداران) خفه کیږی
    بی شرمه حکومت او چارواکی

    خپلی ښځی هم دایران په خدمت ته ورولی
    دا بیغیرته

  2. د ایران هدف مشخص دی چې نه غواړي د افغانستان له لارې د ټاپي نړیواله پروژه عملي شي. اما مونږ باید خپل مال او ملک وساتو ، ګاونډی به غل نه نیسو.
    د افغانستان دولت ته لازمه ده چې په سيمه کې امنیتي تدابیر زیات کړي. د دښمن د اکمالاتو لارې وڅاري او مخه یې ونیسي.
    تخریبونکي او مضر عناصر تر تعقیب لاندې ونیول شي او هغوي ته داسې ضربه ورکړي چې بیا هېڅکله سر جګ نه کړي.

ځواب ورکول سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *