خبریال: احمدي- پکتيا کې قومي مخورو د مدني ټولنو استازو په خبري غونډه له امنيتي خواکونو څخه د ټاکنو په ورځ د امنيت د ټينګيدو تر څنګ د بې طرفۍ غوښتنه وکړه.

دوئ په پخپلو خبرو کې امنيتي ځواکونه وستايل، خو ویې ويل، په تېرو ټاکنو کې د ملي اردو لوړ پوړو چارواکو په يو شمير سيمو کې بې طرفي نه وه ساتلې.

قومي مخور جنت خان منګل په امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې په ټاکنو کې بې طرفه پاتي شي او که چيرته يي په ټاکنو کې لاسوهنه وليدله د ولس له کلک غبرګون سره به مخامخ شي.

بل لوري حاجي خواني جهاني وايی امنيتي خواکونه د قانون له مخې نشي کولی چې د رايې اچونې په مرکزونو کې لاسوهنه وکړي.

جهانی وايي، امنيتي ځواکونه يوازې دا دنده لري چې د خلکو لپاره امنيت ډاډمن کړي نه داچې د رايې اچونې په مرکزونو کې درغلي وکړي.

خو په سويل ختيځو ولايتونو کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوولانو دا خبرې رد کړې چې ګنې په تېرو ټاکنو کې د ملي اردو چارواکو درغلي کړي وي.

د قانون له مخې امنيتي ځواکونه نشي کولی د رايي اچونې په مرکزونو کې له سلو مترو څخه په لنډه فاصله کې واوسي.

0 thoughts on “د ملي اردو چارواکي په ټاکنو کې درغلۍ کوي”
  1. د٢٠٣” ق ،ا محترم قوماندان صاحب عا م اولس دستركو حال بيانوي دروغ نه وايء كه ته محترم أساسي جنرال او قوماندن آوي حتماء تكتيكي او ستراتيزي أهدافو به مفهوم بو هيزي سؤال مي دادي جه ستا وزير دفاع خوك او دجا تر شا ولار سري او خه دباره فهيم جان دي تر دغه مقامه را ورسوو دا اوسني خبره نه ده هغه ستراتيزي جه فهيم او عبدالله لرله نن ي ستا وزير دستا به وجود كي بيا ده كوي لز هوشيار انه تصميم دملت به نفع ونيسي نه د وزير دفاع به خاطر

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *