تاند- په غزني کې چارواکي وايي چې د طالبانو له لوري د ملي اردو یوه عسکر، چې طالبانو برمته کړی و، ۵ طالبان وژلي دي.
د غزني د اندړ ولسوال او د غزني نورو چارواکو وویل چې د ملي اردو سرتېری د طالبانو له لوري په اندړ ولسوالۍ کې یرغمل شوی و.
ولسوال محمد قسیم دروېش وویل چې د ملي اردو عسکر له کندهاره کابل ته روان و چې وسله والو طالبانو په لاره کې له بس څخه کښته او اندړ ولسوالۍ ته یې بیوه. د ښاغلي دروېش په وینا افغان عسکر له طالبانو څخه وسله اخیستې او پر هغوی یې ډزې کړي چې په نتیجه کې یې ۵ طالبان ووژل شول او د ډزو په تبادله کې سرتېری هم «شهید» شو.
طالبانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ویل کېږي امنیتي وضعیت یې د چارواکو د بې کفایتۍ له کبله ډېر خراب دی.
Allah pak da dai jannat ul firdus khawand ka , inshallah Allah pak dase gharatyan be hesaba au be ketaba jannat ta dakhelawe,
Shahadat ye da koranai au tol ghairatee afghanano ta Mubarak we
Very good taand, This is the first time I see the word of “Shaheed” for my heroes.
ستا غیرت ته ځمونګ د بیغرته افغانانو ډیر ډیر سلامونه ـ