تاند- په غزني کې چارواکي وايي چې د طالبانو له لوري د ملي اردو یوه عسکر، چې طالبانو برمته کړی و، ۵ طالبان وژلي دي.

د غزني د اندړ ولسوال او د غزني نورو چارواکو وویل چې د ملي اردو سرتېری د طالبانو له لوري په اندړ ولسوالۍ کې یرغمل شوی و.

ولسوال محمد قسیم دروېش وویل چې د ملي اردو عسکر له کندهاره کابل ته روان و چې وسله والو طالبانو په لاره کې له بس څخه کښته او اندړ ولسوالۍ ته یې بیوه. د ښاغلي دروېش په وینا افغان عسکر له طالبانو څخه وسله اخیستې او پر هغوی یې ډزې کړي چې په نتیجه کې یې ۵ طالبان ووژل شول او د ډزو په تبادله کې سرتېری هم «شهید» شو.

طالبانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ویل کېږي امنیتي وضعیت یې د چارواکو د بې کفایتۍ له کبله ډېر خراب دی.

3 thoughts on “د ملي اردو یوه سرتېري په غزني کې خپل ۵ طالب برمته ګر ووژل”
  1. Allah pak da dai jannat ul firdus khawand ka , inshallah Allah pak dase gharatyan be hesaba au be ketaba jannat ta dakhelawe,
    Shahadat ye da koranai au tol ghairatee afghanano ta Mubarak we

  2. ستا غیرت ته ځمونګ د بیغرته افغانانو ډیر ډیر سلامونه ـ

ځواب ورکول د افغانستان د ملی اردو اتل او سرښندونکی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *