چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت ۷۵ سلنه ښوونځي د تعلیمي کتابونو د نشتوالې له ستونزو سره مخامخ دي او د پوهنې وزارت څخه یې غوښتنه وکړه،چې دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي .
د دغه ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي په داسې حال کې چې د تعلیمي کال له پیل څخه یې ۶ میاشتې په تېریدو دي،خو لا هم د دغه ولایت ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د پوهنې وزارت له لورې درسي کتابونه نه دي ورکړل شوې .
نوموړی زیاته کړه،ټاکل شوې وه،چې سږ کال ۴۵۴ زره کتابونه میدان وردګو ولایت ته ورکړل شي،خو تر دا مهاله یواځې ۸۸ زره کتابونه دوی ته ورکړل شوي،چې له مخې د دې ولایت اکثریت ښوونځیو کې زده کوونکي د کتابونو د نشتوالې ستونزه سره مخامخ دي .
هغه وایي وزارت یې د کتابونو د چاپ چارې ترسره کوي او کله چې هم دغه کار بشپړ شي نو دوی ته به بشپړ کتابونه په واک کې ورکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات خواشیني ښکاره کړه،چې د تعلیمي کال ډیره برخه په تېریدو ده،خو لا هم د دغه ولایت ښوونځیو زده کوونکو ته په پوره توګه کتابونه نه دي ورکړل شوې .
ده د پوهنې وزارت څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت د ښوونخیو زده کوونکو ته ژر تر ژره درسي کتابونه راوستوي .
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي علي حسین بلیغ هم د میدان وردګو والي سره د لیدنې په ترڅ کې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د یادونې وړده په میدان وردګو ولایت کې ۴۸۲ تعلیمي ادارې شتون لري،چې په کې ۱۷۶۸۰۰ یوسلو شپږ اویا زره اته سوه زده کوونکي زدکړې کوي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر
کنـډوالــــه او په ډیـرا ن ): مونږه ناست یو خوار حیران
دژونــد لـورئ بـدل نشـأ ): که وردګ یـم که اوغــــــــان
لاس او پښې چاودلي ناست یو ): په دې خـاوره دمیـــدان
نه کتــاب ،نه کتــابـچـه شته ): نه ابه جیـــــب کې غیران
نه مې تــمــه له چاشـتــه ده ): نه جاوسوس یـــــم دایران
په ټوپــــک ئې آشنا کړي ): جنګ سالاره قومي خـــــان
پــردي پـــاله او پــــردي ): مونــږه نــه بولي انــســــان
زما دعلم،پوهـې خنـډ دي ): داخــون خواره ظـالــمـــان
زمونږ ملګرئ کتاب نشته ): چــې کــې ولــولــو داستان
زمونږ حق به کله راکړي ): دا خــود خــواه ســلاکاران
چې کتاب، قلم مونه وي ): مونږنه! خود جوړشي یاغیان
د وردګو ولایت په هره برخه ستونزی موجودی دی که امنیت د که پوهنه ده او صحی خدامات دی ان د پاسپورت او تذکرو په بخش کی مشکلات موجود دی رشوت خورت خوری په پریمانه اندازه د بیلګی په توکه ورشی او وګوری چی د یوی تذکری د تاید لپاره تر څو پیسی ونکری نه یی تایندوی نوم به یی نه اخلم خو هر یو یی په علنی توګه بدون د کوم شرم او ډار نه پیسی اخلی او په دی کار شاید لوړ چارواکی لاس ولری او هغوی خپله برخی تری واخلی