چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت ۷۵ سلنه ښوونځي د تعلیمي کتابونو د نشتوالې له ستونزو سره مخامخ دي او د پوهنې وزارت څخه یې غوښتنه وکړه،چې دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي .

د دغه ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي په داسې حال کې چې د تعلیمي کال له پیل څخه یې ۶ میاشتې په تېریدو دي،خو لا هم د دغه ولایت ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د پوهنې وزارت له لورې درسي کتابونه نه دي ورکړل شوې .

نوموړی زیاته کړه،ټاکل شوې وه،چې سږ کال ۴۵۴ زره کتابونه میدان وردګو ولایت ته ورکړل شي،خو تر دا مهاله یواځې ۸۸ زره کتابونه دوی ته ورکړل شوي،چې له مخې د دې ولایت اکثریت ښوونځیو کې زده کوونکي د کتابونو د نشتوالې ستونزه سره مخامخ دي .

هغه وایي وزارت یې د کتابونو د چاپ چارې ترسره کوي او کله چې هم دغه کار بشپړ شي نو دوی ته به بشپړ کتابونه په واک کې ورکړي .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات خواشیني ښکاره کړه،چې د تعلیمي کال ډیره برخه په تېریدو ده،خو لا هم د دغه ولایت ښوونځیو زده کوونکو ته په پوره توګه کتابونه نه دي ورکړل شوې .

ده د پوهنې وزارت څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت د ښوونخیو زده کوونکو ته ژر تر ژره درسي کتابونه راوستوي .

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي علي حسین بلیغ هم د میدان وردګو والي سره د لیدنې په ترڅ کې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د یادونې وړده په میدان وردګو ولایت کې ۴۸۲ تعلیمي ادارې شتون لري،چې په کې ۱۷۶۸۰۰ یوسلو شپږ اویا زره اته سوه زده کوونکي زدکړې کوي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

2 thoughts on “د میدان وردګ ۷۵ سلنه ښوونځي د کتابونو د نشتوالې ستونزه لري”
  1. کنـډوالــــه او په ډیـرا ن ): مونږه ناست یو خوار حیران
    دژونــد لـورئ بـدل نشـأ ): که وردګ یـم که اوغــــــــان
    لاس او پښې چاودلي ناست یو ): په دې خـاوره دمیـــدان
    نه کتــاب ،نه کتــابـچـه شته ): نه ابه جیـــــب کې غیران
    نه مې تــمــه له چاشـتــه ده ): نه جاوسوس یـــــم دایران
    په ټوپــــک ئې آشنا کړي ): جنګ سالاره قومي خـــــان
    پــردي پـــاله او پــــردي ): مونــږه نــه بولي انــســــان
    زما دعلم،پوهـې خنـډ دي ): داخــون خواره ظـالــمـــان
    زمونږ ملګرئ کتاب نشته ): چــې کــې ولــولــو داستان
    زمونږ حق به کله راکړي ): دا خــود خــواه ســلاکاران
    چې کتاب، قلم مونه وي ): مونږنه! خود جوړشي یاغیان

  2. د وردګو ولایت په هره برخه ستونزی موجودی دی که امنیت د که پوهنه ده او صحی خدامات دی ان د پاسپورت او تذکرو په بخش کی مشکلات موجود دی رشوت خورت خوری په پریمانه اندازه د بیلګی په توکه ورشی او وګوری چی د یوی تذکری د تاید لپاره تر څو پیسی ونکری نه یی تایندوی نوم به یی نه اخلم خو هر یو یی په علنی توګه بدون د کوم شرم او ډار نه پیسی اخلی او په دی کار شاید لوړ چارواکی لاس ولری او هغوی خپله برخی تری واخلی

ځواب ورکول وحید الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *