تاند- د پاکستان د ملي امنیت شورا په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره به له خپل ټول وسه کار اخلي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د ملي امنیت شورا غړیو همداراز پرېکړه وکړه چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ به د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

د صدراعظم خاقان عباسي په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت شورا غونډې د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د اقداماتو د کولو پرېکړه هم وکړه.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت شورا غړي دې نتیجې ته ورسېدل چې د افغانستان سوله او د کشمیر مسله د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ اساسي ټکي دي.

د افغانستان د سولې په تړاو د غونډې برخوالو ټینګار وکړ چې اسلام اباد چمتو دی چې له افغانستان سره د پولو د منجمینټ او د افغان کډ‌والو د بېرته ستنېدو په برخو کې همکاري وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې په پاکستان کې د سختدریځو د پناهځایونو د له منځه وړلو یادونه نه ده شوې او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او امریکا یوه اساسي غوښتنه دا ده چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پناهځایونه ختم کړي.

ځینې سرچینې وايي چې پاکستان په پټه منلې چې په خپله خاوره کې به د طالبانو مرکزونه یا له منځه وړي او یا به طالبان د سولې خبرو ته حاضروي خو په ښکاره لا هم وايي چې د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې جګړه نه شي کولی.

پاکستان د امریکا د نوې پالیسۍ مخالفت کړی خو دا نه وايي چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې په څه خاطر اندېښمن دی او ولې ورسره مخالفت کوي.

6 thoughts on “د پاکستان د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره به له ټول توانه کار اخلي”
  1. پاکستان د سرطان ساری دانه ده میکروب ته هر څوک ورنږدی کیږی حال به یی داسی وی لکه دی ۴۰ کالو کې د ای اس ای په لاس روزل شوی تش په نامه اسلامی رهبران وی افغانان باید نور د دی خبیث ملک په هیڅ خبره باور ونه کړی

  2. د دی خبر تصویر ته نظر وکړۍ د صداقت او انسانیت هیڅ اثر یی په څهرو کې نه ښکاری دوی دا ټولی هلی ځلی د هغه پیسو د سیلاب لپاره کوی چې د غربی نړۍ له خوا ورباندی کمی شوی دی

ځواب ورکول چمن فراهی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *