تاند- د پاکستان د ملي امنیت شورا په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره به له خپل ټول وسه کار اخلي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د ملي امنیت شورا غړیو همداراز پرېکړه وکړه چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ به د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
د صدراعظم خاقان عباسي په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت شورا غونډې د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د اقداماتو د کولو پرېکړه هم وکړه.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت شورا غړي دې نتیجې ته ورسېدل چې د افغانستان سوله او د کشمیر مسله د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ اساسي ټکي دي.
د افغانستان د سولې په تړاو د غونډې برخوالو ټینګار وکړ چې اسلام اباد چمتو دی چې له افغانستان سره د پولو د منجمینټ او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخو کې همکاري وکړي.
د پاکستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې په پاکستان کې د سختدریځو د پناهځایونو د له منځه وړلو یادونه نه ده شوې او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او امریکا یوه اساسي غوښتنه دا ده چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پناهځایونه ختم کړي.
ځینې سرچینې وايي چې پاکستان په پټه منلې چې په خپله خاوره کې به د طالبانو مرکزونه یا له منځه وړي او یا به طالبان د سولې خبرو ته حاضروي خو په ښکاره لا هم وايي چې د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې جګړه نه شي کولی.
پاکستان د امریکا د نوې پالیسۍ مخالفت کړی خو دا نه وايي چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې په څه خاطر اندېښمن دی او ولې ورسره مخالفت کوي.
درواغ وایی پرې ونه غولیږئ
دا دروغ دی. دا تول دروغ دی. افغان مشرانو چی دوکه نه شی
دپاکستان په خبره باور کول دوخت ضایع ده
پاکستان د سرطان ساری دانه ده میکروب ته هر څوک ورنږدی کیږی حال به یی داسی وی لکه دی ۴۰ کالو کې د ای اس ای په لاس روزل شوی تش په نامه اسلامی رهبران وی افغانان باید نور د دی خبیث ملک په هیڅ خبره باور ونه کړی
د دی خبر تصویر ته نظر وکړۍ د صداقت او انسانیت هیڅ اثر یی په څهرو کې نه ښکاری دوی دا ټولی هلی ځلی د هغه پیسو د سیلاب لپاره کوی چې د غربی نړۍ له خوا ورباندی کمی شوی دی
لعنت پرمنافق