تاند- د کونړ پخوانی والي فصل الله وحیدي د ناپېژندویو وسله والو له لوري د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تښتول شوی دی.
وحیدي د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او دغه راز هرات د والي په توګه کار کړی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، وحیدي د خپلې کورنۍ له غړیو سره اسلام اباد ته تللی و چې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو. د دوی په وینا وحیدي د بریتانیا د وېزې د ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته تللی و.
پاکستاني چارواکي وايي چې وحیدي د اسلام اباد په مرکزي برخه د جناح مارکیټ له سیمې څخه برمته کړای شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.
تراوسه پوري کومې ډلې د وحیدي د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. د وحیدي د کورنۍ غړي وايي چې برمته ګر په دوو موټرونو کې سپاره ول.
تر دې پخوا د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې په پېښور کې د افغانستان کونسل عبدالخالق فراهي تښتول شوی و.
دا هیس امکان نه لری چه د پاکستان د دولت د ای ایس ای د همکارئ پرته دی دا کار شوی وی.
ماته داسي ښکار چي پخپلیي ځان تښته ولي
Da de isi plan aw taqat di che werta noro afghan waliano aw charwakoo ta wo khayeh che da Pakistan khelaf che sook ve zaroor ba Zamong las ta razy . Aw Akher ba hum Pakistan ta razi behtara da che da Pakistan mafadat wo saty ?
da da isi kar dy
ملکرو داسی خلکو زمونکه وطن وران کر دا بد کوی چه پاکستان ته زی زه پری دیر خوسخاله یم iam really happy
Why would he go all the way to Islam Abad for visa to go to UK???