تاند- د کونړ پخوانی والي فصل الله وحیدي د ناپېژندویو وسله والو له لوري د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تښتول شوی دی.

وحیدي د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او دغه راز هرات د والي په توګه کار کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، وحیدي د خپلې کورنۍ له غړیو سره اسلام اباد ته تللی و چې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو. د دوی په وینا وحیدي د بریتانیا د وېزې د ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته تللی و.

پاکستاني چارواکي وايي چې وحیدي د اسلام اباد په مرکزي برخه د جناح مارکیټ له سیمې څخه برمته کړای شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د وحیدي د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. د وحیدي د کورنۍ غړي وايي چې برمته ګر په دوو موټرونو کې سپاره ول.

تر دې پخوا د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې په پېښور کې د افغانستان کونسل عبدالخالق فراهي تښتول شوی و.

6 thoughts on “د کونړ پخوانی والي په اسلام اباد کې وتښتول شو”
  1. Da de isi plan aw taqat di che werta noro afghan waliano aw charwakoo ta wo khayeh che da Pakistan khelaf che sook ve zaroor ba Zamong las ta razy . Aw Akher ba hum Pakistan ta razi behtara da che da Pakistan mafadat wo saty ?

  2. ملکرو داسی خلکو زمونکه وطن وران کر دا بد کوی چه پاکستان ته زی زه پری دیر خوسخاله یم iam really happy

ځواب ورکول شینواری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *