خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا د بیاودانولو د پروژو مفتیشه ډله وايي د دوی ادارې په دې نه دي خبرې چې په سلګونو ملیونو ډالرو يې د افغانستان په کومو برخو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
د سیګار ادارې مشر جان سپکو وايي د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د سلګونو ملیونو ډالرو په ارزښت جوړ شویو صحي مرکزنو په باب دوی ته سم ارقام نه دي ورکړي .
نوموړی وايي دوی ته چي کومې نقشې او معلومات ورکړل شوي اتیا سلنه یې ناسم دي.
هغه په یوه لیک کي ویلي چې د ۶۴۱ صحي مرکزونو څخه چې د امریکا په پیسو افغانستان کې جوړ کړای شوي ۴۲۰ په باب يی دوي ته غلط معلومات ورکړل شوي دي.
دغه معلومات د سیګار ادارې مشر ته د ۲۰۱۴ کال په مي میاشت کې د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د جغرافیايي ارقامو له مخې ورکړل شوي دي.
د دې نقشې پر اساس چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یو اس ای ای ډي ته ورکړل شوي، په افغانستان کې د امریکا له لوري د جوړو شویو ټولو روغتیایي کلینیکونو څخه په نقشه کې داسي ښکاري چې ۶ يې په تاجکستان، ۶ یي په پاکستان او ۶ نور یې د مدیتراني په ساحه کې موقعیت لري.
جان سپکو وايي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه ډیټا او نقشه د خندا وړ ده .
نوموړي د افغانستان دولت او د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیايي ادارې ته د روانې میاشتي تر پایه وخت ورکړی چې د دغو ۶۴۱ کلینیکونو دقیق موقعیتونه او معلومات د ده ادارې ته ورکړي چې د امریکا له لوري په ۲۱۰ ملیونه امریکايي ډالرو رغول شوي دي.
په همدې حال کې د یو اس ای ډي ادارې ویلي چې دوی اوس نوي معلومات را ټول کړي او حاضر دي چې د جوړو کړای شویو کلینیکونو په باب د امریکا د متحده ایالتونو مفتشینو ته معلومات ورکړي.
Shame on Karzia then administration, Shame on his that time minister, Soraya Daleel!
Why they are laughing, first they should give a GPS utilization training to the MoPH staff and then they request the about mentioned data.
راپور مو اصلاح کړۍ. دا کلینیکونه د امریکا په پیسو جوړ شوي ندی بلکه د امریکا په پیسو په دې کلینیکونو کې روغتیایی خدمتونه وړاندی کیږي لکه درمل د ډاکټرانو معاش او داسې نور.