خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا د بیاودانولو د پروژو مفتیشه ډله وايي د دوی ادارې په دې نه دي خبرې چې په سلګونو ملیونو ډالرو يې د افغانستان په کومو برخو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

د سیګار ادارې مشر جان سپکو وايي د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د سلګونو ملیونو ډالرو په ارزښت جوړ شویو صحي مرکزنو په باب دوی ته سم ارقام نه دي ورکړي .

نوموړی وايي دوی ته چي کومې نقشې او معلومات ورکړل شوي اتیا سلنه یې ناسم دي.

هغه په یوه لیک کي ویلي چې د ۶۴۱ صحي مرکزونو څخه چې د امریکا په پیسو افغانستان کې جوړ کړای شوي ۴۲۰ په باب يی دوي ته غلط معلومات ورکړل شوي دي.

دغه معلومات د سیګار ادارې مشر ته د ۲۰۱۴ کال په مي میاشت کې د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د جغرافیايي ارقامو له مخې ورکړل شوي دي.

د دې نقشې پر اساس چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یو اس ای ای ډي ته ورکړل شوي، په افغانستان کې د امریکا له لوري د جوړو شویو ټولو روغتیایي کلینیکونو څخه په نقشه کې داسي ښکاري چې ۶ يې په تاجکستان، ۶ یي په پاکستان او ۶ نور یې د مدیتراني په ساحه کې موقعیت لري.

جان سپکو وايي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه ډیټا او نقشه د خندا وړ ده .

نوموړي د افغانستان دولت او د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیايي ادارې ته د روانې میاشتي تر پایه وخت ورکړی چې د دغو ۶۴۱ کلینیکونو دقیق موقعیتونه او معلومات د ده ادارې ته ورکړي چې د امریکا له لوري په ۲۱۰ ملیونه امریکايي ډالرو رغول شوي دي.

په همدې حال کې د یو اس ای ډي ادارې ویلي چې دوی اوس نوي معلومات را ټول کړي او حاضر دي چې د جوړو کړای شویو کلینیکونو په باب د امریکا د متحده ایالتونو مفتشینو ته معلومات ورکړي.

3 thoughts on “سیګار:امریکا نه پوهیږي چې د افغانستان کوم ځای کې یي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي”
  1. Why they are laughing, first they should give a GPS utilization training to the MoPH staff and then they request the about mentioned data.

  2. راپور مو اصلاح کړۍ. دا کلینیکونه د امریکا په پیسو جوړ شوي ندی بلکه د امریکا په پیسو په دې کلینیکونو کې روغتیایی خدمتونه وړاندی کیږي لکه درمل د ډاکټرانو معاش او داسې نور.

ځواب ورکول مقصود ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *