تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د لوګر ولایتي شورا وایي چې، وسله والو طالبانو ددې ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي.
د راپورونو له مخې طالبانو د پولیسو له لوري د نویو امنیتي پوستو د جوړولو په غبرګون کې د دغې سیمې ټول ښوونځي تړلي دي.
د لوګر د ولایتي شورا غړو رسنیو ته ویلي چې، طالبانو ښوونځي تړلي او ددې سیمې ماشومانو ته یې ګواښ کړی چې ښوونځیو ته لاړ نه شي.
د لوګر د پوهني رییس عبدالوکیل کلیوال هم دا پېښه تاییدوي چې طالبانو دغه ښوونځې تړلي دي
دده په خبره طالبانو د ښوونځیو مسوولینو ته ویلي چې ښوونځي دې وتړي.
د لوګر د پوهني رییس ژمنه کوي چې له ټولو امکاناتو په استفاده به هڅه وکړي چې دغه ښوونځې خلاص کړي.
د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونځي شته، چې ۲۱ یې د نجونو او پاتې نور د هلکانو دي.
وسلوالو طالبانو بیا تازه رسنیو ته څه نه دي ویلې.
TALIBS ARE ANIMALS;BECAUSE THEY DON,T WANT SCHOOLS;
HUMAN QUALIFICATION IS IN EDUCATION,
RECOGNITION OD GOOD&BAD/DO&DON,T DO IS POSSIBLE BY EDUCATION.
BUT TALIBS ANIMAL HAVE PROBLEM WITH SCHOOLS&CHILDREN.
DEATH ON TALIBISM ANIMALS.
دا خو مالومه خبره ده چې طالب د علم ، تعلیم او تحصیل دښمن دی . دوی له بېسواده ، جاهله او ناپوهو خلکو نه د خپلې جګړې د اور او سوځېدو توکې برابروي.
له بلې خوا د محمدآغې ولسوالۍ خلک هم چندان له تعلیم سره علاقه نه لري . زما په نظر هلته موجود طالبان به د دوی زامن ، خپلوان او کلیوالان وي. که دغه خلکو له خپلو اولادونو سره دومره ظلم نه وي پېرزو ، نو طالبانو به هېڅکله داسې جنایت نه وو کړی. داسې ورځ به بیا درباندې راشي چې ستاسو زامن به جوالي ګیري او پنډیتوب کوي او د سیالو قومونو ځوانان انجنیران ، داکتران ، د پوهنتونونو استادان ، سیاستمداران ، قوماندانان او وزیران وي او پرتا سو به وزارت او قومانداني کوي.