تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د لوګر ولایتي شورا وایي چې، وسله والو طالبانو ددې ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو د پولیسو له لوري د نویو امنیتي پوستو د جوړولو په غبرګون کې د دغې سیمې ټول ښوونځي تړلي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړو رسنیو ته ویلي چې، طالبانو ښوونځي تړلي او ددې سیمې ماشومانو ته یې ګواښ کړی چې ښوونځیو ته لاړ نه شي.

د لوګر د پوهني رییس عبدالوکیل کلیوال هم دا پېښه تاییدوي چې طالبانو دغه ښوونځې تړلي دي
دده په خبره طالبانو د ښوونځیو مسوولینو ته ویلي چې ښوونځي دې وتړي.

د لوګر د پوهني رییس ژمنه کوي چې له ټولو امکاناتو په استفاده به هڅه وکړي چې دغه ښوونځې خلاص کړي.

د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونځي شته، چې ۲۱ یې د نجونو او پاتې نور د هلکانو دي.
وسلوالو طالبانو بیا تازه رسنیو ته څه نه دي ویلې.

2 thoughts on “طالبانو د ولسمشر غني ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونځي وتړل”
  1. TALIBS ARE ANIMALS;BECAUSE THEY DON,T WANT SCHOOLS;
    HUMAN QUALIFICATION IS IN EDUCATION,
    RECOGNITION OD GOOD&BAD/DO&DON,T DO IS POSSIBLE BY EDUCATION.
    BUT TALIBS ANIMAL HAVE PROBLEM WITH SCHOOLS&CHILDREN.
    DEATH ON TALIBISM ANIMALS.

  2. دا خو مالومه خبره ده چې طالب د علم ، تعلیم او تحصیل دښمن دی . دوی له بېسواده ، جاهله او ناپوهو خلکو نه د خپلې جګړې د اور او سوځېدو توکې برابروي.
    له بلې خوا د محمدآغې ولسوالۍ خلک هم چندان له تعلیم سره علاقه نه لري . زما په نظر هلته موجود طالبان به د دوی زامن ، خپلوان او کلیوالان وي. که دغه خلکو له خپلو اولادونو سره دومره ظلم نه وي پېرزو ، نو طالبانو به هېڅکله داسې جنایت نه وو کړی. داسې ورځ به بیا درباندې راشي چې ستاسو زامن به جوالي ګیري او پنډیتوب کوي او د سیالو قومونو ځوانان انجنیران ، داکتران ، د پوهنتونونو استادان ، سیاستمداران ، قوماندانان او وزیران وي او پرتا سو به وزارت او قومانداني کوي.

ځواب ورکول بریان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *