خبریال: عبدالناصر شریفي- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سایکل د ټکر له عمله په روغتون کې بستر شو! د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د فرانسه په (Scionzier) کې د سایکل ځغلولو په لوبه کې ټپي شو، او له هغه ځایه د هیلکوپتر په ذریعه د سویس هیواد د پلازمینې زوریخ روغتون ته ولیږدول شو.
د کیری ټپ ډیر ژور نه وو چې له امله یې بیهوشه شي، خو د هغه ویاند وايي چې پښه یې ماته شوی ده.
۷۱ کلن کیری اوس په جینوا کې د ایران په اتومی وسلو د خبرو اترو لپاره اروپا ته راغلی، او په دې هکله باید د جون تر پایه یوې موافقې ته ورسیږي.
جان کیري به له سویس څخه د درملنې لپاره خپل زېږنځای (باسټن) ته ولېږدول شي. ټاکل شوې وه چې دی په څو غونډو کې د ګډون لپاره هسپانیا او فرانسې ته لاړ شي.
د دې پېښې په خاطر جان کیري په فرانسه کې په هغه کنفرانس کې له ګډون کولو محروم شو چې ټاکل شوې وه په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر خلاف د مبارزې پر لارو چارو د غور په اړه جوړ شي.
جان کیري له بایسکل ځغاستې سره خورا مینه لري. ده د ایران پر لانجمن اتومي پروګرام د خبرو په وقفو کې ډېر ځلي د سویس پر لوړو او غونډیو بایسکل چلاوه.
دا د څو ساعتونو په توپیر امریکايی چارواکو ته دوهمه پېښه ده.
پرون د امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایډن زوی د مغزي سرطان په ناروغۍ ومړ.
الله ج دی ورله ورمیږ هم مات کړی .
الله (ج) د بیا د بایسکل ځغلولو جوګه نه کړي زموږ د او سنیو ستو نزو یوازنۍ عا مل همدۍ دۍ
خداي ج خبر چې کوم شيطاني پلان باندې به فکر وړي وي چې له سايکله ولويده