خبریال: عبدالناصر شریفي- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سایکل د ټکر له عمله په روغتون کې بستر شو! د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د فرانسه په (Scionzier) کې د سایکل ځغلولو په لوبه کې ټپي شو، او له هغه ځایه د هیلکوپتر په ذریعه د سویس هیواد د پلازمینې زوریخ روغتون ته ولیږدول شو.

د کیری ټپ ډیر ژور نه وو چې له امله یې بیهوشه شي، خو د هغه ویاند وايي چې پښه یې ماته شوی ده.

۷۱ کلن کیری اوس په جینوا کې د ایران په اتومی وسلو د خبرو اترو لپاره اروپا ته راغلی، او په دې هکله باید د جون تر پایه یوې موافقې ته ورسیږي.

جان کیري به له سویس څخه د درملنې لپاره خپل زېږنځای (باسټن) ته ولېږدول شي. ټاکل شوې وه چې دی په څو غونډو کې د ګډون لپاره هسپانیا او فرانسې ته لاړ شي.

1د دې پېښې په خاطر جان کیري په فرانسه کې په هغه کنفرانس کې له ګډون کولو محروم شو چې ټاکل شوې وه په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر خلاف د مبارزې پر لارو چارو د غور په اړه جوړ شي.

جان کیري له بایسکل ځغاستې سره خورا مینه لري. ده د ایران پر لانجمن اتومي پروګرام د خبرو په وقفو کې ډېر ځلي د سویس پر لوړو او غونډیو بایسکل چلاوه.

دا د څو ساعتونو په توپیر امریکايی چارواکو ته دوهمه پېښه ده.

  پرون د امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایډن زوی د مغزي سرطان په ناروغۍ ومړ.

3 thoughts on “له بایسکله د لوېدو له کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پښه ماته شوه”
  1. الله (ج) د بیا د بایسکل ځغلولو جوګه نه کړي زموږ د او سنیو ستو نزو یوازنۍ عا مل همدۍ دۍ

  2. خداي ج خبر چې کوم شيطاني پلان باندې به فکر وړي وي چې له سايکله ولويده

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *