په هلمند کې نن لسګونو کسانو نن د اطلاعاتو او کلتور د وزیر عبدالباري جهاني په ملاتړ لاریون وکړ.
لاريون کوونکو له مرکزي دولت وغوښتل چې، د کلتوري يرغل مخه دې ونيسې، په هېواد کې دې هغه رسنۍ د عدالت مېز ته کېنوي چې د ګاونډيو په مالي ملاتړ ژبني، او کلتوري مخالفتونه زېږوي.
پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې مشر وويل، د ولسي خوځښت په مرسته به د پرديو کلتوري يرغلګرو مخه نيسي.
لاريون، چې د هلمند مدني ټولنې له لوري د هلمندي ولس په ملاتړ جوړ شوی و، د دغه ولايت لسګونه وګړيو ګډون پکې کړی وو.
د هلمند خلک، چې په خورا جوش راوتلي و، د هلمند مدني ټولنې له انګړ د ولايت مقام تر دروازې ولاړل، او د مرګ پر ايران، او مرګ پر کلتوري يرغل کوونکو شعارونه يې ورکول.
د دوی په لاسونو کې هغه پېغام پاڼې هم وې چې د اطلاعات او کلتور د وزير عبدالباري جهاني څخه پکې کلک ملاتړ اعلان شوی و.
لاريون کوونکو هغه خلک د ايران پلوه کړيو غړي وبلل چې د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزير پر ضد يې دوه ورځې وړاندې مرکز کابل کې شعارونه ورکړي و.
دوی له مرکزي حکومته ټينګه غوښتنه وکړه چې، هغه لاسونه دې لنډ کړي چې د ګاونډيو پر اشاره په هېواد کې کلتوري يرغل او ژبني مخالفتونو ته زمينه چمتو کوي.
لاريون کوونکو د ايران د ولسمشر حسن روحاني انځورونه هم وسېځل ، دوی په ايران تور پورې کړ چې په افغانستان کې کلتوري يرغل او ژبني تعصب خپرولو ته لمن وهي.
وروسته د هلمند مدني ټولنې د مشر سردار محمد همدرد لخوا پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم رسنيو ته واورل شو چې پکې د اطلاعات او کتلور وزير عبدالباري جهاني څخه د هلمند د ولسونو کلک ملاتړ اعلان شوی و او له دغه وزارت څخه پکې ټينګه غوښتنه شوې وه چې هغه رسنۍ د عدالت مېز ته کش کړي چې د ګاونډيو په مالي مرسته او اشاره په ملي مقدساتو او ارزښتونو رسنيز يرغل کوي.
دوه ورځې وړاندې د اطلاعات او کلتور د وزير عبدالباري جهاني پر وړاندې وروسته له هغه غبرګونه راوپارېدل چې د رسنيز سمون په موخه يې ځينې رسنۍ پوښتې وې چې د کومو مالي سرچينو په مرسته فعاليتونه ترسره کوي.
د اطلاعات او کلتور وزير د خپلې دندې په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې، هغه رسنۍ به ورغواړي او پوښتنې ګروېږنې به ترې کوي چې د بهرنيو په مالي مرسته او اشاره افغانستان کې رسنيز فعاليتونه کوي.
افغان ملي غورځنګ هم اعلان کړی چې سبا /پنجشنبه/ به په کابل کې د ایران د سفارت مخته اعتراضیه مظاهره وکړي.
د هلمند دمدني ټولنې دغوښتنو کلک ملاتړ کوم. الله دی په ټولو پښتنو کې لږ غیرت او همت پیداکړي چې دخپل پښتون ملت دحقه حقوقو دفا ع وکړي.
درباندي ویاړو د هلمند ځوانانو. هیله لرو چي په کندهار او نورو ولایتونو کي هم دي ته ورته اغتراضیه لاریونونه وشي.