په هلمند کې د عبدالباري جهاني په ملاتړ لاریون

په هلمند کې نن لسګونو کسانو نن د اطلاعاتو او کلتور د وزیر عبدالباري جهاني په ملاتړ لاریون وکړ.

لاريون کوونکو له مرکزي دولت وغوښتل چې، د کلتوري يرغل مخه دې ونيسې، په هېواد کې دې هغه رسنۍ د عدالت مېز ته کېنوي چې د ګاونډيو په مالي ملاتړ ژبني، او کلتوري مخالفتونه زېږوي.

پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې مشر وويل، د ولسي خوځښت په مرسته به د پرديو کلتوري يرغلګرو مخه نيسي.

لاريون، چې د هلمند مدني ټولنې له لوري د هلمندي ولس په ملاتړ جوړ شوی و، د دغه ولايت لسګونه وګړيو ګډون پکې کړی وو.

د هلمند خلک، چې په خورا جوش راوتلي و، د هلمند مدني ټولنې له انګړ د ولايت مقام تر دروازې ولاړل، او د مرګ پر ايران، او مرګ پر کلتوري يرغل کوونکو شعارونه يې ورکول.

د دوی په لاسونو کې هغه پېغام پاڼې هم وې چې د اطلاعات او کلتور د وزير عبدالباري جهاني څخه پکې کلک ملاتړ اعلان شوی و.

لاريون کوونکو هغه خلک د ايران پلوه کړيو غړي وبلل چې د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزير پر ضد يې دوه ورځې وړاندې مرکز کابل کې شعارونه ورکړي و.

دوی له مرکزي حکومته ټينګه غوښتنه وکړه چې، هغه لاسونه دې لنډ کړي چې د ګاونډيو پر اشاره په هېواد کې کلتوري يرغل او ژبني مخالفتونو ته زمينه چمتو کوي.

لاريون کوونکو د ايران د ولسمشر حسن روحاني انځورونه هم وسېځل ، دوی په ايران تور پورې کړ چې په افغانستان کې کلتوري يرغل او ژبني تعصب خپرولو ته لمن وهي.

وروسته د هلمند مدني ټولنې د مشر سردار محمد همدرد  لخوا پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم رسنيو ته واورل شو چې پکې د اطلاعات او کتلور وزير عبدالباري جهاني څخه د هلمند د ولسونو کلک ملاتړ اعلان شوی و او له دغه وزارت څخه پکې ټينګه غوښتنه شوې وه چې هغه رسنۍ د عدالت مېز ته کش کړي چې د ګاونډيو په مالي مرسته او اشاره په ملي مقدساتو او ارزښتونو رسنيز يرغل کوي.

دوه ورځې وړاندې د اطلاعات او کلتور د وزير عبدالباري جهاني پر وړاندې وروسته له هغه غبرګونه راوپارېدل چې د رسنيز سمون په موخه يې ځينې رسنۍ پوښتې وې چې د کومو مالي سرچينو په مرسته فعاليتونه ترسره کوي.

د اطلاعات او کلتور وزير د خپلې دندې په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې، هغه رسنۍ به ورغواړي او پوښتنې ګروېږنې به ترې کوي چې د بهرنيو په مالي مرسته او اشاره افغانستان کې رسنيز فعاليتونه کوي.

افغان ملي غورځنګ هم اعلان کړی چې سبا /پنجشنبه/ به په کابل کې د ایران د سفارت مخته اعتراضیه مظاهره وکړي.

2 thoughts on “هلمند مدني ټولنې د اطلاعات او کلتور وزير په ملاتړ لاريون وکړ”
  1. درباندي ویاړو د هلمند ځوانانو. هیله لرو چي په کندهار او نورو ولایتونو کي هم دي ته ورته اغتراضیه لاریونونه وشي.

ځواب ورکول حمید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *