دا هغه قومانده وه چې د هرات د صرافی مارکیټ د ډلګی بولندوی دهرات دصرافانوداتحادیې مشر ته په جګ آواز قطعه تقدیم کړه (ټرته ! شاته واچوه لغت ).

د افغان با شهامته اردو د امیرشیرعلی خان له پیر نه زرین تاریخ درلود  چې دا تلولۍ له حماسو ډک وو ، خو له بده مرغه دا میړنی ځواک په۱۳۷۱م کال د پاکستان په نغوته او د مجاهدینو د ناپوهۍ او سوډرتوب له کبله راوپرځید او ونړید.

دا فغانستان اتل اردو څلور اصولنامې (نظامنامې ) درلودې :

د انظباط اوقراول اصولنامه، د جمع نظام اصولنامه، د داخله خدماتو اصولنامه او سفربری.

چې وروسته د افغانستان د حرب د دیوان په منظورۍ دقانون حیثیت پیداله ولسی جرګې وروسته پاچا توشیح کړ .

په یوه قطعه کې هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک له یوې قروانې نه راټول په خوند یې دخوړنځی له میز نه راتاو، ټوکې او ټکالو سره یی یوځای ډوډۍ خوړله، په سنګر کې یې د یوبل پرپرهرونو پټۍ لګولې .

هزاره اوترکمن ورورپه پښتو قومانده په ډیره سختی پوهیده او په اول سر کې به یې ویل :

https://www.facebook.com/AfghanPressOfficiall/videos/2032466317039543/

(هموزغدر موفموم که ،سلاح ازمه آتې حسین علی یه ) ماناداچې حسین علی دده زوی وو اوسلاح دماندینې(ناموس) حثیت ورته درلود ، راشه اوس یې ګوره چې نیمایی ټوپک اوتیل په طالبانو خرڅیږی .

په هرصورت هغه خبر چې هیڅ افغان ته دمنلووړ نه ده ، هغه دې باشهامته اردو ته په سپک نظر کتل دی .

خو د هرات د صرافی بازار د ډلګی قومندان په غوړه مالۍ سره د دې اردو په ضوابطو ریشخند وهلی او د څو روپیو په خاطر یې ځان صراف ته ګونډه اوزموږ ملی اردو ته یې سپکاوی کړی ، هیله ده چې سزاورته ورکړل شی تر څوبل څوک داسې کار ونه کړی .

عبدالرووف لیوال .

3 thoughts on “ټرته! شاته واچوه لغت | عبدالروف لېوال”
  1. یوه یادونه: اردو نه دي، پوليس دي، هغه هم د حکومت په چوکاټ کي نه دي، بلکې یواځي د صرافۍ مارکېټ دساتني دنده لري، خو جامې يې د دافغان پولیسو په تن دي….

  2. ښاغلی اومنلی یوسفزی ته سلامونه !داچې نه پولس دی او نه رسمیات لری – داهم شو(عذربدترازګناه) مننه

ځواب ورکول یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *