دا هغه قومانده وه چې د هرات د صرافی مارکیټ د ډلګی بولندوی دهرات دصرافانوداتحادیې مشر ته په جګ آواز قطعه تقدیم کړه (ټرته ! شاته واچوه لغت ).
د افغان با شهامته اردو د امیرشیرعلی خان له پیر نه زرین تاریخ درلود چې دا تلولۍ له حماسو ډک وو ، خو له بده مرغه دا میړنی ځواک په۱۳۷۱م کال د پاکستان په نغوته او د مجاهدینو د ناپوهۍ او سوډرتوب له کبله راوپرځید او ونړید.
دا فغانستان اتل اردو څلور اصولنامې (نظامنامې ) درلودې :
د انظباط اوقراول اصولنامه، د جمع نظام اصولنامه، د داخله خدماتو اصولنامه او سفربری.
چې وروسته د افغانستان د حرب د دیوان په منظورۍ دقانون حیثیت پیداله ولسی جرګې وروسته پاچا توشیح کړ .
په یوه قطعه کې هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک له یوې قروانې نه راټول په خوند یې دخوړنځی له میز نه راتاو، ټوکې او ټکالو سره یی یوځای ډوډۍ خوړله، په سنګر کې یې د یوبل پرپرهرونو پټۍ لګولې .
هزاره اوترکمن ورورپه پښتو قومانده په ډیره سختی پوهیده او په اول سر کې به یې ویل :
https://www.facebook.com/AfghanPressOfficiall/videos/2032466317039543/
(هموزغدر موفموم که ،سلاح ازمه آتې حسین علی یه ) ماناداچې حسین علی دده زوی وو اوسلاح دماندینې(ناموس) حثیت ورته درلود ، راشه اوس یې ګوره چې نیمایی ټوپک اوتیل په طالبانو خرڅیږی .
په هرصورت هغه خبر چې هیڅ افغان ته دمنلووړ نه ده ، هغه دې باشهامته اردو ته په سپک نظر کتل دی .
خو د هرات د صرافی بازار د ډلګی قومندان په غوړه مالۍ سره د دې اردو په ضوابطو ریشخند وهلی او د څو روپیو په خاطر یې ځان صراف ته ګونډه اوزموږ ملی اردو ته یې سپکاوی کړی ، هیله ده چې سزاورته ورکړل شی تر څوبل څوک داسې کار ونه کړی .
عبدالرووف لیوال .
یوه یادونه: اردو نه دي، پوليس دي، هغه هم د حکومت په چوکاټ کي نه دي، بلکې یواځي د صرافۍ مارکېټ دساتني دنده لري، خو جامې يې د دافغان پولیسو په تن دي….
استهزا او تمسخر تر دې حده راورسید !!!
ښاغلی اومنلی یوسفزی ته سلامونه !داچې نه پولس دی او نه رسمیات لری – داهم شو(عذربدترازګناه) مننه