تاند- د پاکستان پوځ وايي، له افغانستان سره د ډیورنډ پر لانجمنه پوله به ۶۰ زره نور سرتېري ځای پر ځای کړي چې د سختدریځو د اوښتو – رااوښتو مخه ونیسي.

د سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستاني چارواکي وايي چې په دې سیمه کې د ځای پر ځای کېدو لپاره یې ۴۰ سلنه پوځیانو ته روزنه ورکړې ده.

دوی، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، همداراز وویل چې د ډیورنډ پر ۱۴۵۶ مایله اوږده پوله یې ۱۳ سلنه ازغن سیم نصب کړی دی.

د لندن د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت د معلوماتو پر اساس پاکستان ټولټال ۵ لکه ۶۰ زره پوځیان لري.

له بلې خوا د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ۲۳۵ لارې شته چې ځینې یې غرنۍ دي او وسله وال سختدریځي پرې تګ راتګ کوي.

3 thoughts on “پاکستان ډیورنډ کرښې ته ۶۰ زره نور پوځیان لېږي”
  1. سختد ریخی خو په لاهور پندی او ایبټ اباد کی د فوخ په بغل کی اوړی را اوړی

  2. دا پوځیان د دې لپاره رالیږي چې بیا د پولې سره نږدې ورته لونګۍ او مصنوعي ږیرې کیږدي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره راوستوي، همدا اوس یې د ننګرهار څو ولسوالیو ته په زرهاو افریدي ځوانان راستولي چې اصلا د دوی د نظامي او استخباراتي ادارو غړي دي

  3. سخت دریخی خو په لاهور پندی او ایبټ اباد کی اوړی را اوړی
    هلته فوخ خه ږړ کړی دی

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *