تاند- د پاکستان پوځ وايي، له افغانستان سره د ډیورنډ پر لانجمنه پوله به ۶۰ زره نور سرتېري ځای پر ځای کړي چې د سختدریځو د اوښتو – رااوښتو مخه ونیسي.
د سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستاني چارواکي وايي چې په دې سیمه کې د ځای پر ځای کېدو لپاره یې ۴۰ سلنه پوځیانو ته روزنه ورکړې ده.
دوی، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، همداراز وویل چې د ډیورنډ پر ۱۴۵۶ مایله اوږده پوله یې ۱۳ سلنه ازغن سیم نصب کړی دی.
د لندن د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت د معلوماتو پر اساس پاکستان ټولټال ۵ لکه ۶۰ زره پوځیان لري.
له بلې خوا د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ۲۳۵ لارې شته چې ځینې یې غرنۍ دي او وسله وال سختدریځي پرې تګ راتګ کوي.
سختد ریخی خو په لاهور پندی او ایبټ اباد کی د فوخ په بغل کی اوړی را اوړی
دا پوځیان د دې لپاره رالیږي چې بیا د پولې سره نږدې ورته لونګۍ او مصنوعي ږیرې کیږدي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره راوستوي، همدا اوس یې د ننګرهار څو ولسوالیو ته په زرهاو افریدي ځوانان راستولي چې اصلا د دوی د نظامي او استخباراتي ادارو غړي دي
سخت دریخی خو په لاهور پندی او ایبټ اباد کی اوړی را اوړی
هلته فوخ خه ږړ کړی دی