تاند- لوېدیځو رسنیو په افغانستان کې د ځینو امریکايي هیلي کوپترو په شاوخوا کې د داسي مرموزې رڼا عکسونه خپاره 2کړي چې تراوسه هیڅکله بل ځای داسي رڼا نه ده لیدل شوې.

دا رڼا نه په لاس رسامي شوې او نه سینمايي فلم دی. دا حقیقي رڼا ده. دا رڼا وروسته له دې ولیدل شوه چې هیلي کوپتر په یوه شګلنه مځکه کښېنسته، دوړې یې باد کړې او ورسره په یووخت یې په شاوخوا کې رڼا په داسي حال کې ښکاره شوه ۳لکه په هوا کې چې نڅا کوي.

 د جګړې یو عکاس مایکل یان لیکلي، دا ډول رڼا د الوتکې د کښېناستو په مهال ځیني شپې ښکاري. خو له کومه راځي؟

4غالباً د هیلي کوپترې څرخونه رول لري. داسي برېښي چې رڼا د الوتکې څرخونه تعقیبوي.

مایکل د پېلوټانو په قول ځیني ساینسي دلایل وړاندې کوي او وايي، کله چې شګه او د الوتکې څرخونه په یو مخصوص حالت کې راشي نو برېښنا تولیدېږي.

5پېلوټان وايي چې د هیلي کوپتر څرخونه د خوندي توب لپاره د تیټانیم (titanium) او نیکل په پوښ پوښل شوي. دوړې په هوا شوي وي. ممکن کله چې دا مختلف مینرالونه له یو بل سره لګېږي برقي چارج زیاتېږي او رڼا خپرېږي.

6د دوی په وینا دا رڼا په هرځای کې نه ښکاري بلکې په ځانګړې سیمه کې لیدل کېږي.

4 thoughts on “په افغانستان کې د هیلي کوپترو په شاوخوا کې مرموزه نڅېدونکې رڼا”
  1. لوستونكوته اسلام عليكم

    دوستانو تر كومه ځايه چې ما تصويرونه وليدل په ټولو كې چورلكه ( هيلكوپتر ) د چالانۍ په حال كې ده مانا دا چې څرخونه يې د ګرځېدو په حال كې دي او نږدې ساحه كۍ يې رټا ښكاري .

    زه وايم كه چېرې د دې رڼا خپرېدل اړوندانوته دتعجب وړوي دوى كولاى شي چې يوه تجر به دا سې وكړي په همدې سيمه كې د چورلكې ماشين خاموش ( ګل ) كړي كه چېرې په هغه حالت كې دا رڼا وليدل شي نو بيا د پرمختللو تحقيقاتو تابيا وكړي .

    مننه

ځواب ورکول zekria ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *