تاند- لوېدیځو رسنیو په افغانستان کې د ځینو امریکايي هیلي کوپترو په شاوخوا کې د داسي مرموزې رڼا عکسونه خپاره کړي چې تراوسه هیڅکله بل ځای داسي رڼا نه ده لیدل شوې.
دا رڼا نه په لاس رسامي شوې او نه سینمايي فلم دی. دا حقیقي رڼا ده. دا رڼا وروسته له دې ولیدل شوه چې هیلي کوپتر په یوه شګلنه مځکه کښېنسته، دوړې یې باد کړې او ورسره په یووخت یې په شاوخوا کې رڼا په داسي حال کې ښکاره شوه لکه په هوا کې چې نڅا کوي.
د جګړې یو عکاس مایکل یان لیکلي، دا ډول رڼا د الوتکې د کښېناستو په مهال ځیني شپې ښکاري. خو له کومه راځي؟
غالباً د هیلي کوپترې څرخونه رول لري. داسي برېښي چې رڼا د الوتکې څرخونه تعقیبوي.
مایکل د پېلوټانو په قول ځیني ساینسي دلایل وړاندې کوي او وايي، کله چې شګه او د الوتکې څرخونه په یو مخصوص حالت کې راشي نو برېښنا تولیدېږي.
پېلوټان وايي چې د هیلي کوپتر څرخونه د خوندي توب لپاره د تیټانیم (titanium) او نیکل په پوښ پوښل شوي. دوړې په هوا شوي وي. ممکن کله چې دا مختلف مینرالونه له یو بل سره لګېږي برقي چارج زیاتېږي او رڼا خپرېږي.
د دوی په وینا دا رڼا په هرځای کې نه ښکاري بلکې په ځانګړې سیمه کې لیدل کېږي.
jehad pa os wakt kay farz dah ka na?
لوستونكوته اسلام عليكم
دوستانو تر كومه ځايه چې ما تصويرونه وليدل په ټولو كې چورلكه ( هيلكوپتر ) د چالانۍ په حال كې ده مانا دا چې څرخونه يې د ګرځېدو په حال كې دي او نږدې ساحه كۍ يې رټا ښكاري .
زه وايم كه چېرې د دې رڼا خپرېدل اړوندانوته دتعجب وړوي دوى كولاى شي چې يوه تجر به دا سې وكړي په همدې سيمه كې د چورلكې ماشين خاموش ( ګل ) كړي كه چېرې په هغه حالت كې دا رڼا وليدل شي نو بيا د پرمختللو تحقيقاتو تابيا وكړي .
مننه
زما په اند دا ملائيکئ دۍ چه د ځرخکئ نه د پاسه دۍ
داد امریکایانو لپاره د شکست یوه نښه ده