تاند- د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کمپاین په وروستۍ ورځ په بامیان کې د ډاکتر عبدالله عبدالله او قطب الدین هلال انتخاباتي دفترونه د ډاکتر اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم سره یوځای شول.

د ښاغلیو هلال او عبدالله د دفترونو مسوولانو نن ماسپښین د بامیان ولایت په مرکز کې له خپلو دفترونو څخه د عبدالله عبدالله او قطب الدین هلال لوحې او بینرونه لېري کړل او د هغو پر ځای یې د اشرف غني احمدزي لوحه ولګوله.

په بامیان ولایت کې د قطب الدین هلال د انتخاباتو د دفتر مسوول حضرت محمد د اشرف غني احمدزي له ټیم سره د یوځای کېدو د علت په اړه وویل چې ډاکتر احمدزی د حکومت کولو لپاره ښه پلانونه او پروګرامونه لري.

ده زیاته کړه، د بامیان د مرکز او ټولو ولسوالیو ټولو دفترونو نن رسماً د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

له بلې خوا د ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسي دفتر مسوول شېرعلي هم وویل چې دوی د ډاکتر اشرف غني احمدزي ننګه کوي.

شېرعلي وویل:«دا پرېکړه مې د بامیان ولایت د مرکز له مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو سره له سلامشورو وروسته کړې ده.»

په بامیان کې د اشرف غني د تحول او تداوم د دفتر مسوول د دغو دوو دفترونو او د هغو د پلویانو ملګرتوب د ډاکتر اشرف غني د انتخاباتي ټیم لپاره مهم وباله.

په کابل کې د عبدالله عبدالله او قطب الدین هلال د انتخاباتي کمپاین دفترونو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې نن په ختیځ زون کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مطبوعاتي مسوول په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په ختیځ زون کې د زلمي رسول دفتر له ټولو غړیو سره د اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم سره یوځای شو.

ارشاد رغاند ویلي، په ختیځ زون کې د ډاکتر رسول د انتخاباتي ټیم د عمومي مسول قومندان سعید په ګډون د دغه دفتر د لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو مسولینو هم په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

دوی په جلال اباد کې د زون په کچه خپل عمومي دفتر هم د ډاکټراشرف غني د بدلون او دوام ټاکنیزټیم کمپاین ته ځانګړی او ترې د زلمي رسول پرعکسونو د ډاکټراشرف غني احمدزي او د هغه د مرستیالانو تصویرونه وځړول.

په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د زلمي رسول د دغه ټاکنیزدفتر د مسولینو دا کار وستایه او له هرکلي سره یې وویل،چې زموږ کمپاین رضاکارانه،ولسي او داوطلب کمپاین دی.

3 thoughts on “په بامیان او ننګرهار کې د عبدالله، هلال او رسول پلویان له اشرف غني سره ملګري شول”
  1. اوس دی نو خدائ خیر کوی.
    شاباش افغانانو شاباش د عیسائ پلو والی مو مبارک شہ.
    خدائ دی در باندی زور کی.

  2. حزب اسلامی سره اوس هم وخت شته څو د یوه مخکښ نوماند (اشرف غنی) سره ایتلاف وکړی خو که داسې ونکړی نو د افغانستان په سطحه به خپل نفوس څرګند او د خلکو په وړاندی به یې اثر او رسوخ معلوم او ددوی پر دبدبه به ناوړه اثر ولری په خاصه توګه د طالبانو په وړاندی!

    اشرف غنی ما ځکه یاد کړو چې د صدارت لپاره په موجوده وخت کې وړ کس دی او په همدی شکل کې به د پښتنو د رایه د تقسیمدو یو څه مخه هم ونیول شې!!!!!

  3. د افغانستان خلک نور پوه شوي او فيصله ېې کړیده چې ټول افغانان که هغه تاجک ، ازبک ، هزاره ، پښتون يا د ګران افغانستان د بل هر قوم او قبيلې پورې تړاو ولري يو ورونه دي او ټول د اتحاد په سنګر کې سره یو موټئ کيږي اود ګډ دښمن ؛ فساد او جنګ و جګړې څخه خلاص افغانستان غواړي د خبر په اوریدو دومره خوښ شوم چې حد نلري ( افغو وتاجک وازبک همه برار ميه ـــ خداوند يار ميه ) زنده باد مردم شريف باميان که سنګر اتحاد افغانهارا محکمتر ساخت ، زنده باد آنانیکه با کاروان ترقي افغانستان پیوستند

ځواب ورکول شاہ ولی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *