تاند- د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کمپاین په وروستۍ ورځ په بامیان کې د ډاکتر عبدالله عبدالله او قطب الدین هلال انتخاباتي دفترونه د ډاکتر اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم سره یوځای شول.
د ښاغلیو هلال او عبدالله د دفترونو مسوولانو نن ماسپښین د بامیان ولایت په مرکز کې له خپلو دفترونو څخه د عبدالله عبدالله او قطب الدین هلال لوحې او بینرونه لېري کړل او د هغو پر ځای یې د اشرف غني احمدزي لوحه ولګوله.
په بامیان ولایت کې د قطب الدین هلال د انتخاباتو د دفتر مسوول حضرت محمد د اشرف غني احمدزي له ټیم سره د یوځای کېدو د علت په اړه وویل چې ډاکتر احمدزی د حکومت کولو لپاره ښه پلانونه او پروګرامونه لري.
ده زیاته کړه، د بامیان د مرکز او ټولو ولسوالیو ټولو دفترونو نن رسماً د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
له بلې خوا د ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسي دفتر مسوول شېرعلي هم وویل چې دوی د ډاکتر اشرف غني احمدزي ننګه کوي.
شېرعلي وویل:«دا پرېکړه مې د بامیان ولایت د مرکز له مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو سره له سلامشورو وروسته کړې ده.»
په بامیان کې د اشرف غني د تحول او تداوم د دفتر مسوول د دغو دوو دفترونو او د هغو د پلویانو ملګرتوب د ډاکتر اشرف غني د انتخاباتي ټیم لپاره مهم وباله.
په کابل کې د عبدالله عبدالله او قطب الدین هلال د انتخاباتي کمپاین دفترونو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې نن په ختیځ زون کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مطبوعاتي مسوول په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په ختیځ زون کې د زلمي رسول دفتر له ټولو غړیو سره د اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیم سره یوځای شو.
ارشاد رغاند ویلي، په ختیځ زون کې د ډاکتر رسول د انتخاباتي ټیم د عمومي مسول قومندان سعید په ګډون د دغه دفتر د لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو مسولینو هم په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.
دوی په جلال اباد کې د زون په کچه خپل عمومي دفتر هم د ډاکټراشرف غني د بدلون او دوام ټاکنیزټیم کمپاین ته ځانګړی او ترې د زلمي رسول پرعکسونو د ډاکټراشرف غني احمدزي او د هغه د مرستیالانو تصویرونه وځړول.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د زلمي رسول د دغه ټاکنیزدفتر د مسولینو دا کار وستایه او له هرکلي سره یې وویل،چې زموږ کمپاین رضاکارانه،ولسي او داوطلب کمپاین دی.
اوس دی نو خدائ خیر کوی.
شاباش افغانانو شاباش د عیسائ پلو والی مو مبارک شہ.
خدائ دی در باندی زور کی.
Wonderful, They realized Mr.. Ghani is the right person for the job.
حزب اسلامی سره اوس هم وخت شته څو د یوه مخکښ نوماند (اشرف غنی) سره ایتلاف وکړی خو که داسې ونکړی نو د افغانستان په سطحه به خپل نفوس څرګند او د خلکو په وړاندی به یې اثر او رسوخ معلوم او ددوی پر دبدبه به ناوړه اثر ولری په خاصه توګه د طالبانو په وړاندی!
اشرف غنی ما ځکه یاد کړو چې د صدارت لپاره په موجوده وخت کې وړ کس دی او په همدی شکل کې به د پښتنو د رایه د تقسیمدو یو څه مخه هم ونیول شې!!!!!
د افغانستان خلک نور پوه شوي او فيصله ېې کړیده چې ټول افغانان که هغه تاجک ، ازبک ، هزاره ، پښتون يا د ګران افغانستان د بل هر قوم او قبيلې پورې تړاو ولري يو ورونه دي او ټول د اتحاد په سنګر کې سره یو موټئ کيږي اود ګډ دښمن ؛ فساد او جنګ و جګړې څخه خلاص افغانستان غواړي د خبر په اوریدو دومره خوښ شوم چې حد نلري ( افغو وتاجک وازبک همه برار ميه ـــ خداوند يار ميه ) زنده باد مردم شريف باميان که سنګر اتحاد افغانهارا محکمتر ساخت ، زنده باد آنانیکه با کاروان ترقي افغانستان پیوستند