تاند- د بغلان چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو یو قومندان له خپلو ۹۵ جنګیالیو سره دولت ته تسلیم شو.

د بغلان د سولې د شورا رييس عبدالصمد ستانکزي پرون وویل، په بغلان ولایت کې د طالبانو مهم قومندان قاري عبدالحفیظ له خپلو ۹۵ کسانو سره له جګړې لاس واخیست او له وسلو سره د حکومت ملګری شو.

د بغلان د سولې د شورا مشر ډاډ څرګند کړ چې د سولې له بهیر سره د قاري عبدالحفیظ یوځای کېدا به مرسته وکړي چې د بغلان په خوست او اندراب ولسوالیو کې امنیت ښه شي.

د سولې عالي شورا وايي چې د دې شورا له جوړېدو راوروسته د دولت په زرګونو وسله والو مخالفانو له جګړې لاس اخیستی دی.

وسله والو طالبانو تل له جګړې څخه د خپلو کسانو د لاس اخیستو په باب د سولې د شورا ادعاوې رد کړي دي.

0 thoughts on “په بغلان کې د طالبانو قومندان او ۹۵ ملګرو یې له جګړې لاس واخیست”
  1. ډیره د افسوس خبره ده چه د سولی عالی شورای مظلومو افغانانو پیسی په دی خلکو خوری. هر څوک په دی پوهیږی چه دا ډله د انتخاباتو د ګډوډلو له پاره په دولت کښی د ننه کسانو له خواه جوړه شوی وه. او غوښتل یی چه اشرف غنی رایه خرابه شی. او ووس چه انتخابات تیر شول نو راغلل چه مونږه تسلیمیږو. او د سولی عالی شورای ووس ورله په میلونونو پیسی ورکړی چه واخلی دا مو انعام!!

  2. ډیره د افسوس خبره ده چه د سولی عالی شورای مظلومو افغانانو پیسی په دی خلکو خوری. هر څوک په دی پوهیږی چه دا ډله د انتخاباتو د ګډوډلو له پاره په دولت کښی د ننه کسانو له خواه جوړه شوی وه. او غوښتل یی چه د اشرف غنی رایه خرابه شی. او ووس چه انتخابات تیر شول نو راغلل چه مونږه تسلیمیږو. او د سولی عالی شورای به ووس ورله په میلونونو پیسی ورکړی چه واخلی دا مو انعام!!

ځواب ورکول Jamal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *