تاند- د بغلان چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو یو قومندان له خپلو ۹۵ جنګیالیو سره دولت ته تسلیم شو.
د بغلان د سولې د شورا رييس عبدالصمد ستانکزي پرون وویل، په بغلان ولایت کې د طالبانو مهم قومندان قاري عبدالحفیظ له خپلو ۹۵ کسانو سره له جګړې لاس واخیست او له وسلو سره د حکومت ملګری شو.
د بغلان د سولې د شورا مشر ډاډ څرګند کړ چې د سولې له بهیر سره د قاري عبدالحفیظ یوځای کېدا به مرسته وکړي چې د بغلان په خوست او اندراب ولسوالیو کې امنیت ښه شي.
د سولې عالي شورا وايي چې د دې شورا له جوړېدو راوروسته د دولت په زرګونو وسله والو مخالفانو له جګړې لاس اخیستی دی.
وسله والو طالبانو تل له جګړې څخه د خپلو کسانو د لاس اخیستو په باب د سولې د شورا ادعاوې رد کړي دي.
ډیره د افسوس خبره ده چه د سولی عالی شورای مظلومو افغانانو پیسی په دی خلکو خوری. هر څوک په دی پوهیږی چه دا ډله د انتخاباتو د ګډوډلو له پاره په دولت کښی د ننه کسانو له خواه جوړه شوی وه. او غوښتل یی چه اشرف غنی رایه خرابه شی. او ووس چه انتخابات تیر شول نو راغلل چه مونږه تسلیمیږو. او د سولی عالی شورای ووس ورله په میلونونو پیسی ورکړی چه واخلی دا مو انعام!!
ډیره د افسوس خبره ده چه د سولی عالی شورای مظلومو افغانانو پیسی په دی خلکو خوری. هر څوک په دی پوهیږی چه دا ډله د انتخاباتو د ګډوډلو له پاره په دولت کښی د ننه کسانو له خواه جوړه شوی وه. او غوښتل یی چه د اشرف غنی رایه خرابه شی. او ووس چه انتخابات تیر شول نو راغلل چه مونږه تسلیمیږو. او د سولی عالی شورای به ووس ورله په میلونونو پیسی ورکړی چه واخلی دا مو انعام!!