جلال کوټ د جمعې په ورځ د نارنج ګل د دوديزې مېلې او مشاعرې کوربه و،چې د ګڼ شمېر هېوادوالو سربېره په کې د کوزې پښتونخوا يوشمېر ليکوالو او شاعرانو هم برخه اخيستې وه.

پيل له مېلې وشو،چې پرانسته يې د ننګرهار والي او نورو وربلل شوو فرهنګيانو له لوري وشوه.

2د نارنج ګل په دغه دوديزه مېله کې د بېلابېلو کورنيو توکو؛ نندارې ته د ايښودلو ترڅنګ د کوچيانو کېږدۍ او اوښ هغه څه وو،چې د مېلې بڼه يې لاښکلې کړه او نندارچيان يې خپلې مخينې ته بوتلل.

ننګرهار والي سليم خان کندوزی وايې: د مېلې له جوړيدو يې موخه هېوادوالو په خاصه توګه ننګرهاريانو ته د تفريح د کولو زمينې برابرول وو.

2نوموړی زياتوي: د هېوادوالو پرشونډو د مسکا خپريدل او هغوی ته د خوشحاله شېبو برابريدل يې لويه ارزو ده.

په همدې حال کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم وويل: هر قوم د هغوی د ارزښتونو له امله ژوندی دی،نو په کارده،چې خپل ارزښتونه وپالو.

په تېرو څوکلونو کې ،چې د نارنج ګل مېلې او مشاعرې په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ترسره کېدې د ډېرو فرهنګيانو او ليکوالو غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل، خو دا ځل د ننګرهار والي له سانسو پرته په شيرزي لوبغالي کې مېلې اومشاعرې ته زمينه برابره کړه او مينه والو يې له ستونزو پرته حضور ور وړی و.

د نارنج ګل دوديزه مشاعره چې د جمعې له لمانځه وروسته پيل شوه،والي سليم خان کندوزي يې په پيل کې وويل: مشاعره ازاده بڼه لري او هر شاعر د خپل زړه غږ د شعر په ژبه له سانسور پرته وړاندې کولی شي.

نوموړي وويل: « غواړي د سانسور زنځيرونه مات کړي او ليکوالو او شاعرانو ته فرصت ورکړي،چې دولس غوښتنې د شعرپه ژبه ووايي .»

هغه له شاعرانو هم وغوښتل،چې داسې شعرونه وړاندې کړي،چې له ځانه سره د سولې پيغام ولري.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم هم له شاعرانو وغوښتل،چې داسې شعرونه واوروي چې کوم شخص او قوم ته پکې سپکاوی نه وي شوی.

مشاعره د ليکوالې او شاعرې صفيه صديقي د شعر په اورولو پيل شوه او وروسته د هېواد له لر او بر سربېره له کوزې پښتونخوا رابلل شوو شاعرانو شعرونه واورول .

د شاعرانو په شعرونو کې د هېواد سره د مېنې او د سولې د ټينګښت پيغامونه نغښتي وو،چې د ګډونوالو له لوري په تودو ولولو بدرګه شول.

د نارنج ګل شاوخوا دوه پنځوسمې دودیزې مشاعرې پای د یو شمېر ګډونوالو له لورې په ملي اتڼ ترسره کولو سره پای ته ورسیده .

په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره له شاوخوا پنځو لسيزو راهيسې نمانځل کېږي او نورو ولايتونو هم ترې رنګ اخيستی،چې اوس په يادو ولايتونوکې په بېلابېلو دوديزو نومونوسره يې نمانځنې ترسره کېږي.

د ننګرهار  مطبوعاتي دفتر

2 thoughts on “په ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ”
  1. د جلال آباد او نارنج ګل په یاد ـ ـ ـ ـ جلال آباده ، دزړه مراده ، اوسې آباده ؛؛؛ درباندې وياړم ، درپسې ژاړم ، له خدايه غواړم ؛؛؛ د خلکو پام شي ، وطن آرام شي ، دښمن ناکام شي ؛؛؛ نو نـنګرهاره ! ، مدام بهاره ، دګلو هاره ؛؛؛ ستا مسافر يم ، زوړ مهاجر يم ، پریشان خاطر يم ؛؛؛ دا مې دعا ده ، اوسې آباده ، جلال آباده ، جلال آباده !( ک ، ج ، شیرشاهیوال

  2. سلام
    ننګرهار که د جلال الدين اکبر د لاس نښه ډير ښايسته ښار دى. د ننګرهار ولس يو منور ولس دى چې ډير اوچت شاعران، ليکوالان،عالمان او په خاوره مين خلک يې په خپله لمنه کې روزلي دي.په ٢٠١١ کال کې زه له کابل نه د ننګرهار په لوري روان وم ماته د ماهيپر،وريښمن تنګي، نغلو سروبئ، سرخکان په زره پورې هغه سيمې دې چه هره برخه يې د سيلانيانو لپاره
    منظرې لري خو کله چې د درونټې بند ته ورسيدم ښايست لانور هم ښايسته شو په هر حال کومه خبره چې زه ېې له خپل ولس سره شريکوم هغه داده چې ٤٠ کاله ­ د پاچا اداره له دې تونل نه په کراتو تيره شوې، ورپسي د شهيد داودخان حکومت ، ورپسې سره انډيوالان چې ملک ېې په روسانو خرڅ کړى وه له هغه وروسته د هل او عقد مشر يا د کابل ښار تباه کوونکي چې پروفيسور ورته د شهادت لقب ورکړي او له هغه وروسته طالبانو له طالبانو ورورسته ستر مکار حامد کرزي چې اوس هم په تولو غونډو کې ځان ډير حق په جانب نيسي او د کابل هوايي ډګر عوض ددې چې د موسي شفيق او يا د وفې الله سميعي په نوم شوى واى دده په نوم ياديږي ټولو د تونل د چراغ مشکل ، سهولت نه دې پېژندلئ ډير لنډ تونل دي خو ډير تياره او هېڅ د نړى په کچه رڼا نه لري. او نه دمقاسې وړ دي موږ فکر کوو سليم خان کندوزي به ښه سړي وي خو د ننګرهار په شان ولايت ته نه .ښه به داوي چې د ننګرهار د عمراني کيدلو اوپرمختګ لپاره دغه مسوليت صديقي خور په غاړه واخلي چې اهليت او لياقت ېې لري او په تيره بيا د ننګرهار د بلبلانو ، ليکوالانو،ديني عالمانو، تاريخ پوهانو، منورينو او اوچتو رجالو عزت او اهميت به نورهم زيات شي

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *