جنرال اسدالله شېرزاد

تاند- په هلمند ولایت کې د افغانستان د خاصو ځواکونو قومندان د سیمې د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته توانېدلی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

دا پرمختګ وروسته له دې کېږي چې طالبانو د هلمند په څو ولسوالیو کې پر دولتي ځواکونو او پوستو پراخې او بې سارې حملې وکړې او هر ځل په لسګونو طالبان ووژل شول.

په هلمند کې افغان ځواکونو په تېر یوه کال کې د طالبانو تقریباً ټولې حملې له ماتې سره مخامخ کړي دي حال دا چې تر څه باندې یوه کال وړاندې پوري په دغه ولایت کې شاوخوا شل زره امریکايي او ۱۰ زره بریتانیايي پوځیان مېشت ول او پر له پسې مرګ ژوبلې وراوښتې.

بریتانیا او امریکا وايي چې په هلمند کې یې څو سوه پوځیان وژل شوي دي.

د افغانستان د خاصو ځواکونو قومندان جنرال اسد الله شېرزاد د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:«له هغو طالبانو او قومي مشرانو سره، چې ما مخکې ورسره خبرې پیل کړي دي، زما د تماسونو پر اساس اوس په سنګین ولسوالۍ کې امنیت خورا ښه شوی دی خو د دې لپاره چې هلمند ولایت لا امن شي د خبرو لپاره نور وخت ته اړتیا لرو.»

جنرال شېرزاد له طالبانو سره د خبرو د جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه خو هیله یې څرګنده کړه چې په سنګین کې به د سولې له راتګ سره د ټول ولایت په کچه د سولې خبرې پیل شي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په هلمند ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره هرراز خبرې رد کړې، ویې ویل«موږ د خبرو اراده نه لرو.»

خو قومندان شېرزاد د قومي مشرانو له لارې له طالبانو سره د خبرو ادعا کړې ده نه له طالبانو سره د مخامخ خبرو.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د خبرو یو شمېر مخالف طالبان په تېره بیا هغه بهرني طالبان چې په هلمند کې جنګېدل، په وروستیو کې غزني او میدان وردک ولایتونو ته تښتېدلي دي.

د جون په میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو په سنګین ولسوالۍ او د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل خو افغان امنیتي ځواکونو په خپل منځ کې د همږغۍ له نشتوالي سره سره د طالبانو حملې ناکامه کړې او شاوخوا ۴۰۰ کورني او بهرني طالبان یې ووژل.

په دې جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر معلوم نه دی.

One thought on “په هلمند کې طالبانو له افغان ځواکونو سره د سولې خبرې پیل کړي”
  1. د2014 کال د ولسمشری انتخابات چی د افغانستان د انتخاباتو په تاریخ کی د ګل مرجان په نوم هم یادیږی تر ټولو جنجالی او د نړۍ د هیوادونو په تاریخ کی ډیر اوږد ، ملت ته مضر او د افغانستان لپاره شرموونکی انتخابات دی.
    د قدرت وږي ګلمرجان ، یونس غیرقانونی ، خلیفه اتامامد نور ، امرالله ناصالح ، د ایران کربوړی چادری ماکک او کاکا مامدخان د غزنی شولګر د افغانستان د ملت د دښمنانوپه حیث وپیژندل شول. هغوی یواځی د ځان په باب فکر وکړ. د هیواد له نوم او تاریخ نه منکر شول . د افغانستان لوی ملت ته یی د پسونو خطاب وکړ. خپل رقیب یی چی دلوی اکثریت نماینده دی توهین کړ . د برحاله جمهورریس عکس یی پرمځکه وواهه او بل ځل یی فیرونه پری وکړل. دچا له برکته چی دوی وزیران او رییسان مقرر او د دولت له بودجی یی په ټوله دنیا کی سفرونه وکړل او دالری معاشونه او سفریی یی تری واخیستی . د دوه ساعتونو لپاره موازی حکومت اعلان شو چی په یونیم ولایت کی په رسمیت وپيژندل شو ( پنجشیر او د بلخ ولایت په کومه ناحیه کی ) اولا اوس هم د نورو هیوادونو مالی ، سیاسی مرستو ته سترګی په لاره دی.
    داهم د خیانت او سپین سترګی ریکارد دی چی دوی ټینګ کړ.

ځواب ورکول montazer ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *