تاند- د افغانستان د پیوستون ګوند غړیو نن په کابل کې د امریکا او د اسلامي دولت د وسله والې ډلې (داعش) پر ضد مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو د سوریې په کوباني ښار کې د کوردانو(کردانو) د مقاومت په دفاع کې شعارونه ورکول، ویل چې داعش د امریکا زېږنده دی.
دوی په عین حال کې شعار ورکاوه چې پر افغانستان د امریکا د یرغل دیارلس کلنه کالیزه غندي.
په خپله دغه ګوند (ملي پیوستون) د مظاهره چیانو شمېر پنځه سوه بللی دی خو په عکسونو کې تر دې ډېر لږ برېښي.
د مظاهره چیانو په لاسونو کې امریکايي ضد او داعش ضد عکسونه ول او ویل یې چې دا عکسونه د هغو ښځو او ماشومانو دي چې د امریکایانو او د اسلامي دولت وسله والې ډلې له لوري وژل شوي دي.
مظاهره چیانو د سعودي عربستان، قطر او ترکیې پر ضد هم شعارونه ورکول او له امریکا سره یې د افغانستان امنیتي موافقه د ذلت وړ وبلله.
دوی د ایران په اړه څه نه ویل او نه یې په افغانستان کې د ایران او پاکستان د لاسوهنو یادونه وکړه.
له شعارونو معلومیږی چی دا پنځم ستون د ایران له خوا رهبری کیږی او هلته د ایران یو بیرغ هم معلومیږی . چی امریکا، سعودی ، ترکیه ، قطر بد شول نو حتما دوی ته به د ایران آخندی رژیم ښه بریښی.
د راپور لیکونکی ورور سخه هیله کیکی چی پخپله لیکنه کی له دقت کار واخلی اول کوشش وشی چی حان پوه کری بیا نور خلک د دی گوند نوم دی “د افغانستان د همبستگی گوند” یا د “افغانستان د پیوستون گوند” دی نه د(ملی پیوستون) په نامه. په دی هیله چی یاده تیروتنه اصلاح شی
مننه