تاند- د افغانستان د پیوستون ګوند غړیو نن په کابل کې د امریکا او د اسلامي دولت د وسله والې ډلې (داعش) پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د سوریې په کوباني ښار کې د کوردانو(کردانو) د مقاومت په دفاع کې شعارونه ورکول، ویل چې داعش د امریکا زېږنده دی.

دوی په عین حال کې شعار ورکاوه چې پر افغانستان د امریکا د یرغل دیارلس کلنه کالیزه غندي.

1په خپله دغه ګوند (ملي پیوستون) د مظاهره چیانو شمېر پنځه سوه بللی دی خو په عکسونو کې تر دې ډېر لږ برېښي.

د مظاهره چیانو په لاسونو کې امریکايي ضد او داعش ضد عکسونه ول او ویل یې چې دا عکسونه د هغو ښځو او ماشومانو دي چې د امریکایانو او د اسلامي دولت وسله والې ډلې له لوري وژل شوي دي.

مظاهره چیانو د سعودي عربستان، قطر او ترکیې پر ضد هم شعارونه ورکول او له امریکا سره یې د افغانستان امنیتي موافقه د ذلت وړ وبلله.

دوی د ایران په اړه څه نه ویل او نه یې په افغانستان کې د ایران او پاکستان د لاسوهنو یادونه وکړه.

0 thoughts on “په کابل کې د یوه ګوند غړیو د امریکا او داعش پرضد مظاهره وکړه”
  1. له شعارونو معلومیږی چی دا پنځم ستون د ایران له خوا رهبری کیږی او هلته د ایران یو بیرغ هم معلومیږی . چی امریکا، سعودی ، ترکیه ، قطر بد شول نو حتما دوی ته به د ایران آخندی رژیم ښه بریښی.

  2. د راپور لیکونکی ورور سخه هیله کیکی چی پخپله لیکنه کی له دقت کار واخلی اول کوشش وشی چی حان پوه کری بیا نور خلک د دی گوند نوم دی “د افغانستان د همبستگی گوند” یا د “افغانستان د پیوستون گوند” دی نه د(ملی پیوستون) په نامه. په دی هیله چی یاده تیروتنه اصلاح شی
    مننه

ځواب ورکول یوسف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *